The news is by your side.

پاکستاني جابر پوځ بیا دوه بلوڅ ځوانان شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني پوځ له بلوڅ ملتپالو سره د خپلې دښمني په لړ کې دا ځل بیا دوه بلوڅ ځوانان په ډېره بې رحمۍ شهیدان کړي دي.
د بلوچستان د رسنیو د راپور له مخې، پاکستاني پوځیانو یاد ځوانان د بلوچستان په پنجګور ولسوالي کې شهیدان کړي دي.
راپورونه کاږي، شهیدان شوي ځوانان بولا او عصا نومېږي، چې پاکستاني پوځیانو د میلې او ساعتیري کولو په موخه ویشتلي دي او شهیدان کړي دي.
د پاکستاني پوځیانو لخوا پر بلوڅ ملتپالو دا لومړی او وروستی ظلم نه دی، بلکې په تېرو څو کلونو کې یې سلګونه بلوڅ ملتپال شهیدان، ټپیان او یا تري تم کړي دي.
د BLF سازمان د راپور له مخې تېره میاشت پاکستاني پوځیان لس تنه بلوڅ ځوانان تښتولي دي، چې تر اوسه یې درک لا نه دی مالوم.
همدارنګه دوه ورځې وړاندې پاکستاني پوځیان د مېرمن ملک ناز بلوڅ په کور ور اوښتي وو، چې تر جنسیي تیري وروسته یې کوچنۍ لور سره یو ځای شهیده کړه.
پر بلوچانو د پاکستاني پوځیانو له لوري د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې پر لوړېدو ده او بلوڅ ملتپال یې اندېښمن کړي.
بلوڅان څه غواړي؟
بلوڅ ملتپال پر ازادۍ ټینګار کوي او یوازېنۍ غوښتنه یې دا ده چې بلوچستان باید د یوه خپلواک هېواد بڼه واخلي. هغه څه چې پاکستان ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
دوی همدې موخې ته د رسېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله واله مبارزه شروع کړې ده او په دې لړ کې یې د پاکستان د پوځ سلګونه عسکر هم وژلي او ټپیان کړي دي.
دوی ټینګار کوي چې تر هغو پورې بلوچستان د یوه خپلواک هېواد بڼه وانخلي، دوی به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي او کرار به نه کېني.
پاکستان هم کرار نه دی ناست
د بلوڅ ملتپالو د دې مبارزې د مخنیوي لپاره پاکستان هم خپله ټوله هڅه کړې ده او له تېرو څو کلونو راهیسې یې د بلوڅانو زرګونه مېرمنې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري وژلي، ټپیان کړي او یا تري تم کړي دي.
پاکستان نه غواړي چې بلوچستان ایالت د یوه خپلواک هېواد بڼه واخلي، ځکه بلوچستان د پاکستان تر ټولو غني ایالت دی، چې له طبیعي منابعو یې نږدې ټول پاکستان ګټه اخلي.

Comments are closed.