The news is by your side.

کرونا جدي وګڼئ؛ پرون راهیسې څه باندې شپږ سوه افغانان نیولي

خبریال وېبپاڼه/ د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې په دوه پړاو کې له پرون راهیسې شپږ سوه او څلور پنځوس تنه کرونا نیولي دي. 

یاد وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو ویلي چې په همدې موده کې شل تنه بیا د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې په هېواد کې له تېرې شپې راهیسې شل تنه ناروغان مړه شوي، چې یوازې شپږ یې په کابل کې دي.

سرچینه وایي، چې د تازه ثبت شویو پېښو سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۷۰ زره ۷۶۱ کسانو ته ورسېده.

له دې شمېر څخه ۵۷۲۸۱ ناروغان رغېدلي ۲۹۱۹ نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان زیاتوي، چې د کورونا وبا تازه څپه په چتکې د خپرېدو په حال کې ده او باید د خلکو لخوا جدي وګڼل شي.

یاد وزارت د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سر له نن شنبې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، پوهنتونونه او د روزنې مرکزونه د دوه اوونیو لپاره رخصت کړل.

که څه هم دغه پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې له نیوکو سره مخ شوې ده، خو د روغتیا وزارت یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره اړین ګام بولي.

که څه هم له کرونا ویروس سره مبارزې نړۍوال وار خطا کړي دي، خو په افغانستان کې له دغه ویروس سره مبارزه په مراتبو سخته ده، ځکه له یوې خوا مهجهز روغتیايي تجهیزات شتون نه لري او له بلې خوا د چارواکو لخوا په دولتي بودجه کې فساد روغتیا سکټور ته زیان اړولی دی.

دا چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې دویم پړاو به په افغانستان کې څومره زیان واړوي، وروسته به مالومه شي، خو دا مهال د دغه ویروس زیانونه ورځ تر بلې په لوړېدو دي، چې د روغتیا برخې مسوولین یې جدي اندېښنه بولي.

Comments are closed.