محب: د خپل ځان په هکله د پاکستان د دريځ په هکله څه وویل؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان هېواد ویلي چې د افغانستان ملي امینت سلاکار له لوري د وروستیو څرګندونو له امله چې هغه د پاکستان دولت او چارواکو په هکله ویلي وو، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې نور له حمد الله محب سره رسمي او ډيپلماټیکي اړیکي نه ساتي او په داسې ناستو کې د هغه حضور هم نه مني

خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په خپلو تازه څرګندونوکې پاکستان کې دومره د جرت څه نه دي لیدلي هغوی دي داسې پریکړه کړې وي.

د افغانستان ملي  امنیت سلاکار زیاته کړه له پاکستان سره د رسمي اړیکو د نه پاللو په اړه خپاره سوي راپورونه حقیقت نلري او دا یوازي ګنګوسې دي.

هغه وویل چې له پآکستانه د ا ډول غیر ډیپلو ماټک عمل تمه نه کیږي او نه هم دوی ته تراوسه په دې اړه رسمي څه ویل سوي د ده له انده کله چې د دوی رسمي غبرګون افغان دولت ته ورسید نو بیا به یې شریک کړي.

د نوموړي په وینا ډیپلماټیک ادرسونه موجود دي او دوی به یې ځواب ترلاسه

د پاکستان په وړاندې د حمد الله محب څرګندونې خورا جدي وي او کله کله د نوموړي ویناوي د خلکو د خوښي وړ ګرځي حمد الله محب چې  خپلې څرګندونې يې د ننګرهار ولایت کې کړې وې پر پاکستان تور پوري کړ چې د څلویښتو کلونو نیابتي جګړې تر شا د دې هېواد لاس دی او تل يې د جګړه مارو ملاتړ کړی.

خو کله چې حمد الله محب دا څرګندونې وکړې په هکله پاکستان جدي دریځ وښود او د هغه غیري دا څرګندونې يې غیري مسؤلانه کار وباله.

داسې راپورونه هم موجود دي د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته هم شکایت کړی او د  حمد الله محب د څرګندونو په هکله يې ورته ویلي پاکستان د افغانستان ګاونډی او له پیدايښته تراوسه يې له خپل ګاونډي افغانستان سره هیڅ د رښتینۍ قدم نه دی ایښی او په خپلو دوه مخو پالیسیو یې افغانانو او افغانستان ته لويي ستونزې جوړې کړې چې  اوس له افغانانو د خپل حق غوښتنه کوي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More