The news is by your side.

اسرائیلو پاکستان ته د منافق خطاب وکړ

خبریال ویب پاڼه/ د اسرائیلو او فلسطنیبانو په قضیه کې ټولو اسلامي او غیري اسلامي هېوادونو د غندنې ترڅنګ جدي  غبرګونونه هم و ښودل خو پاکستان غبرګون وښود او بیرته يې خپل غبرګون واخیست او ویې ویل چې د اسرائیلو په هکله بد نیت نلري.

له دې وروسته اوس تازه د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پاکستان ته د منافق خطاب کړی او ویلي يې دي د دوی او فلسطین هېواد قضیه کې منافقت کوي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکې ویلي پاکستان د فلسطین او دوی ترمنځ قضیه کې د یوه منافق رول ادا کوي او په دې برخه کې له منافقت څخه کار اخلي.

د دې اسرائیلي چارواکي په خبره پاکستان په خورا سپین سترګي سره دوی ته د انسساني حقونو درس ورکوي او په خپل منافقت سره غواړي دې مسله کې پاتي سي.

د ایلون اوپشيز په نوم د اسرائیلي ډیپلماټ زیاته کړه د هغه هېواد چې ډیر لږ لږکي یې هم  د ژوند لومړینو اسانتیاوو ته لاس رسی نلري دولتيې په منځني ختیځ کې یوازني جمهوریت ته د انسانیت درس ورکوي هغه وویل عجبه منافقت دی.

پاکستان که څه هم لومړی ځل پر فلسطینیانو باندې د اسرائیلو یرغل اول ځل په ډیرو شدیدو الفاظو وغانده چې د ټولو مسلمانانو زړه ښه سو خو کله چې یوڅه وخت وسو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي خبرې له مخالفت سره مخ سوې او ویې ویل چې نوموړي  له یهودانو  سره د نفرت ټکی کارولی پاکستان سم دلاسه د فلسطینیانو سره د خپلې خوا خوږۍ خبرې پای ته ورسولې او خپله دوستي یې له یهودیانو سره نوې وبلله او له هغوی څخه یې د نفرت ټولې خبرې واخیستلې.

پاکستان ته هیڅ هم نه دي مهم یوازي د خپل هېواد ګټې او نور که  په ټوله نړۍ کې هرڅه تیریږي هم پروا يې نلري پر همدې پاکستان د افغان ملت سره له تیرو څو لسیزو ستره جفا روانه کړې او هیڅ وخت يې په افغانستان کې روان وحشت ونه غانده او نه يې هم یوه ورځ کوم وزیر د افغانستان د مظلومیت په اړه کومه وینا وکړه او  نه يې کله هم د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړه

Comments are closed.