The news is by your side.

لغمان کې لسګونه کورنۍ بې سرپناه دي، تر شنه اسمان لاندې پراته دي

خبریال وېبپاڼه/ ورستیو جګړو د مرکز په ګډون د دولت‌شاه، علینګار او علیشنګ ولسوالیو شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ بې‌‌ځایه کړي او د ژوند کولو له لومړنیو امکاناتو یې بې برخمن کړي دي.

د لغمان کډوالو چارو ریاست د شمېرو له مخې، د یادو جګړو له کبله مرکز مهترلام ته شاوخوا ۲۵۰۰ بې‌ځایه شوي کورنۍ کډوال شوي، خو د دوو اوونیو په تېرېدو تر اوسه یوازې ۴۴۲ کورنیو سره مرسته شوې ده.

که څه هم د کډوالو ریاست د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر تر ۲۵۰۰ یادوي، خو ځايي خلک بیا وایي، چې تر ۴۰۰۰ زیاتې کورنۍ مهترلام ته کډوال شوي دي.

مهترلام ته د علینګار څخه د یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ راغلی غړی، بلال افضل ویلي:(( جګړو له کبله مو خپلې مېنې او ځمکې پرېښي او دلته له مجبورۍ راغلي یوو. تقریبا شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي او مرستې هومره نه دي رسېدلي لکه څومره چې چارواکي ادعا کوي. ))

نوموړی له چارواکو غواړي چې دوی سره په کافي اندازه مرستې وکړي.

د مالوماتو پر بنسټ، دغه کډوالې شوې کورنۍ د مهترلام په بېلابېلو سیمو په ځانګړي توګه په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ژوند شپې او ورځې تېروي، ځینې یې خپلو خپلوانو کره تللي او ځينې بیا په خیمو کې پراته دي.

د لغمان کډوالو رییس شاکرالله شاکر وایي، د بې‌ځایه شویو کورنیو له ډلې تر اوسه یوازې ۵۰۰ کورنۍ سروې شوي او ۴۴۲ کورنیو سره خوراکي او نور توکي مرسته شوې ده.

نوموړي د سروې کولو بهیر د ورووالي په تړوا وویل:

موږ غواړو اړمنې کورنۍ وپيژنو، ځکه د سروې دغه لړۍ په ورو ډول روانه ده. زموږ د سروې کولو ټیمونه اوس هم لګیا دي چې په لومړي پړاو کې اړمنې کورنۍ سروې کړي او ورسره مرستې وکړي.

د ښاغلي شاکر په وینا، هغه کورنۍ چې اړمنې وې او سرپناه یې نه لرله، د ښځو چارو ریاست اړوند یو مارکېټ کې ځای پر ځای شوي دي.

وسله‌والو طالبانو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ ونیوه او په مرکز مهترلام یې بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په شا تګ اړ کړل شول.

Comments are closed.

koi finance