The news is by your side.

ولسمشر: پاکستان دوه مخی او اوس هم د ترهه ګرو ملاتړ کوي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د پاکستان په وړاندې د چارواکو په اوسنیو حالاتو  کې مسؤلینو سیاسونو او دولتي چارواکو نظریات او ویناوي سرټکي ګرځیدلي اوس افغان ولسمشر هم د پاکستان په هکله تازه څرګندونې کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې چې د افغان سولې طالبانو او پاکستان په هکله یې کړې د خبرونو په لویو سرټکو کې راغلي.

هغه ویلي موږ په داسې یوه حالت کې کرار لرو چې لومړی باید له پاکستان سره او بیا طالبانو سره سوله وکړو،هغه د خپلو خبرو پرمهال په ډاګه کړې چې افغان دولت سولې کولو ته ژمن دی خو د پآکستان په خبرو او عمل کې توپیر دی.

د افغان سولې په هکله د ولسمشر غني د دې څرګندونو په دوام راغلي افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او که چیري بیا هم دا هېواد خپل عمل او خبرې یو شان نکړي نو موږ مجبوره یو چې لومړی له دې هېواد سره د سولې په لټه کې و اوسو.

غني د افغان دولت له لوري د سولې  په برخه کې د پوره ژمنتیا ډاډ ورکړاو زیاته يې کړه چې لومړی له پاکستان او بیا به له مجبوریته له طالبانو سره سوله کوي.

افغان ولسمشر د پاکستان دوه مخو پالیسو پر تړاو وویل چې  اوس هم په سیمه کې له ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوي او په دې هکله او واقعت باندې باید سترګي  پټې نه سي.

د افغان ولسمشر په خبرو کې طالبانو ته پیغام ورکول سوی وو، چې باید له دولت سره یوځای سئ او که دغسې نه وي نو د زور له لارې د حکومت نیولو خوبونه مه وینئ.

د ولسمشر دریځ څنګه دی؟

د افغان ولسمشر له دې خبرو داسې ښکاري چې د دې هېواد په وړاندې د غني سیاست او خبرو هم تغیر کړی او اوس یې پاکستان پېژندلی دی هغه پاکستان دوه مخی معرفي او د خبرو او عمل توپیر یې زیات وباله ځکه نو اوس به غني پاکستان ته د دوی دعمل مطابق چمتوالی نیسي او  نور به د پاکستان په وړاندي د بدلون او جدي سیاست څخه کار اخلي ترڅو پاکستان د افغانستان په مقابل کې له ناوړه سیاستونو څخه لاس واخلي

Comments are closed.