The news is by your side.

د پیاوړتیا پر لور ګام افغانستان روسیې څخه وسلې پیري

خبریال ویب پاڼه/دولت تل دا ویلي چې د خپلو پوځيانو د پیاوړتیا لپاره به کوښښ او اقدام کوي او د دښمن په وړاندې به د خپلو سرتیرو د تجهیز او اکمال لپاره پاملرنه کوي.

په وړاندې سویو مالوماتو کې راغلي چې افغان دولت له روسیې هېوا څخه د وسلو اخیستلو لباره چمتوالی ښودلی او ښايي چې له دې هېواده د خپلو پوځيانو لپاره وسلې وپیري.

په روسیه کې افغان سفیر سید طیب جواب په خپلو تازه څرګندونو کې له روسیې هېواد څخه هیله څرګنده کړې روسیه به د افغان پوځ نظامي او جنګي تجهیزاتو ترمیم او جوړولو کې مرسته وکړي.

د ده له انده چې دا مهال په افغانستان کې زیات روسیې نظامي تجهیزات شتون لري چې ترمیم او جوړونې ته اړتیا لري چې په دې برخه کې د روسیې هېواد مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.

د هغه په خبره ښايي افغان دولت د اړتیا په صورت کې له روسیې هېواد څخه ویلې هم و پیري او دې کارکولو ته هم تیار دی

د افغان پوځ اوسنی حالت

افغان پوځ که څه هم ځوان او نوی پوځ دی خو د دوی تجهیز او نړیوالې ټولنې د ملاتړ له کبله ښايي د سیمې کچه په بدو حالاتو کې یو پیاوړی پوځ وي.

افغان پوځ چې یوه برخه کې د ناټو امریکا او یوه اندازه یې په روسي وسلو سمبال دی دا مهال يې هر سرتیری له خطر او جګړې سره مخ دی خو بیا هم څومره چې اړتیا ده افغان پوځیانو د جګړې ډګر کې خپله بریا حفظ کړې.

تراوسه پوري امریکا ناټو او نور متحدینو تر راتلوونکو کلونو پوري د افغان د پیاوړتیا او مرستو ټټر وهلی او ویلي يې دي چې د ترهه ګرو او نور ډلو په وړاندې د امریکايي او ناټو سرتیري په وتلو سره د افغان پوځیانو مرسته اولاس نیوی کوي.

په کور دننه امریکا کې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله نیوکې وسوې خو امریکایانو پر دې ټینګار وکړ چې دولت يې باید له دې اشتباه وروسته د افغان پوځ تجهیز او اکمال ته پاملرنه وکړي ترڅو د راتلوونکو خطرونو په وړاندې هغوی پیاوړي او مبارزه وکړي ځکه لاهم افغانستان کې د ترهه ګرو د شتون شکونه موجود دي

Comments are closed.