The news is by your side.

ولسمشر غني وايي، پاکستان اوس هم دوه مخی چلند کوي

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر پاکستان نیوکه کړې چې دغه هېواد لا هم د خپلو خبرو او عمل په برخه کې دومخی دی او د سولې په برخه کې رښتینې هڅه نه کوي. 

ولسمشر محمد اشرف غني د لوبې بدلون په نوم لکچر کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال داسې وضعیت کې دی؛ چې لومړی له پاکستان او تر هغه وروسته له طالبانو سره سوله وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت افغان سولې ته ژمن دی او هڅه کوي یاده پروسه په بریالیتوب سره پر مخ لاړه شي؛ خو پاکستان لا هم د خپلو خبرو او عمل تر منځ رښتینۍ نه دی.

غني ویلي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دوی سره د افغان جګړې په برخه کې په پوره ډول لاس لري.

د ده په وینا، افغان سوله د پاکستان په ګته ده؛ خو که چېرته پاکستان لا هم د افغان سولې پر وړاندې رښتینې نه وي؛ نو افغان حکومت مجبور دی لومړی له دوی سره سوله وکړي.

دغه راز غني پر طالبانو غږ کړی، چې له افغان حکومت سره دې یوځای شي؛ ځکه د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلی.

نوموړي دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې او یاده ډله یې په شاه تنبولې ده.

میاشت وړاندې هم ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان غږ کړی و، چې د افغان سولې پروسه د دوی پر ګټه ده.

تر دې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم پر پاکستان نیوکه وکړه چې دغه هېواد په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه ساتلې ده او لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي.

د محب دغو څرګندونو پاکستان سخت غوسه کړی وو او پرون تازه یې ویلي و چې نور له ممحب سره هېڅ راز رسمي اړیکې نه پالي، خو محب د پاکستان د دغه خبر په غبرګون کې یادونه وکړه چې له دغه هېواد سره رسمي اړیکې درلودل او نه درلودل ګټه نه کوي.

که څه هم د پاکستان په اړه د افغان چارواکو وروستۍ څرګندونې سمې دي، خو یو په یو د پاکستان په اړه د دوی دریځ یو سلو اتیا درجې تغییر کول ډول ډول پوښتنې پیدا کوي، چې وخت به یې ځواب کړي.

Comments are closed.

koi finance