The news is by your side.

بریتانیا د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره جنګي الوتکې رالېږي

خبریال وېبپاڼه/ تر امریکا وروسته دا ځل بریتانیا په افغانستان کې د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه جنګي الوتکې او نور تجهیزات رالېږي.

د بریتانیا د بحري ځواکونو قومندان رادکین له ټایمز خبرپاڼې سره په تازه مرکې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د خپلو او امریکایي سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه به خپلې جنګي الوتکې راولېږي، څو د طالبانو د بریدونو مخنیوی شوی وي.
نوموړي ویلي، چې یادې الوتکې به د هند په نیمه وچې کې ځای پر ځای شي او که چېرته د طالبانو له لوري له بریدونو سره مخ شي؛ نو ځوابیه دفاع به ولري او تر بریدونو لاندې به یې ونیسي.
برېټانیا په افغانستان کې ۷۰۰ سرتیري لري؛ خو د جنګي الوتکو په رالېږلو سره به یې افغانستان کې لومړی جنګي ماموریت وي، ځکه تر دې وړاندې یې دا ډول ماموریت نه دی ترسره کړی.
رادکین ویلي، چې که چېرته طالبان د دوی پر سرتېرو برید وکړي؛ نو بېرته به سخت ځواب سره مخ شي او وبه یې ځپي.
دغه راز تر دې وړاندې امریکا هم د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه په سیمه کې B52 الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
طالبان د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته د امریکايي ځواکونو له سخت غبرګونو سره مخ شول او څو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو له بریدونو سره مخ شول.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو له ایستلو سره سم لا هم جګړه روانه ده او ورځ تر بلې خونړۍ کېږي، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.
هلته بیا تازه د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې ژر به په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې پيل ش او د مذاکراتو افغان لوري سره یې هم په دې تړاو سپارښتنې کړې دي.
په همدې حال کې بیا د سولې په اړه د ترکیې د جوړېدونکې غونډې برخلیک هم تر اوسه مالوم نه دی، چې ایا طالبان به پکې ګډون وکړي او که نه.

Comments are closed.