The news is by your side.

ګل بدین د سولې کار په دولت نه په ځان پوره بولي تاسو څه وایاست؟

خبریال ویب پاڼه/ د اسلامي حزب په نوم د یوه ګوند مشر ګل بدین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې کار په دولت نه په ما پوره دی هغه ویلي چې دولت د سولې لپاره کارنده ټیم نلري.

د سولې لپاره د یوې عالي شورا په نوم لړ کې کله کله د ګل بدین نوم هم ښکته پورته کیږی خو دی تل انتقاد کوي او وايي چې د سولې لپاره قوي اراده نه موجوده.

ګل بدین وویل چې د ولسمشر غني سره يې په لیدنه کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث کړی چې  ورسره ولسمشر ډیر مسایل منلي خو د ده د خولې ادعا چې هغه بریالی سوی نه دی چې د عملي کولو لپاره یې د خپل ټیم قناعت ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي چې دولت د سولې لپاره کارنده پلان نه لري او ويې ویل که دولت په دې برخه کې بریالی نه سي نو دوی به لاس په کار سي خو دا يې هم وړاندیز وکړ چې له دولت سره پر یوه ګډ پلان کارکولو ته تیار دی.

ګل بدین حکمتیار چې له کلونو کلونو را په دې خوا لوبیږي خو هیڅ کله یې ګټلې نه ده ویلي چې که دولت دا چاره ترسره نه کړي نو د ده ګوند چې حزب اسلام دی تیار دی چې په یوازي سر په دې برخه کې کار او اقدامات وکړي خو مالومه نه ده چې له کومې لارې او څنګه

ګل بدین حکمتیار چې له کلونو کلونو د افغانستان په بیلابیلو تحولاتو لوبیدلی تراوسه يې هیڅ یوه داسې کړنه چې خلک يې یاده کړی نه ده کړې خو کله چې امریکا افغانستان ته پوځیان واستول نو څه وخت وروسته يې ګل بدین حکمتیار مخالفت وکړ او و يې ویل ترڅو چې ټول امریکایان له افغانستانه وتلي نه وي نو له غرو څخه نه کښته کیږي خو کله چې محمد اشرف غني ولسمشر او واک ته ورسید نو ګل بدین یې له غرونو را کښته او سیاسي میز ته یې ګډ تر څه وخته چې ګل بدین حکمتیار ته ګټه وه د دولت او اشرف غني په هکله يې مثبت خو کله چې ګټې په خطر کې سوې اوس يې پر دولت نقد پیل کړی او لاریونونه يې هم کړي دي

Comments are closed.

koi finance