The news is by your side.

د سولې خبرې، پایلې، هیلې او نتیجه

خبریال ویب پاڼه/ د افغان سولې بین الافغاني خبرې چې تراوسه په ټپه ولاړې دي تمه ښودل سوې چې  دوحه کې دا خبرې ډیري ژر پیل او د یوې نتیجې په لټه کې کار پیل سي

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر په یوه تازه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي غړو ورسره کتلي او مهمې خبرې سوې

عبدالله ویلي چې افغان مذارکراتي پلاوی دوحې ته ځي او په ټپه ولاړې  خبرې بیا ځلې پیل کوي خو د خبرو د پیل د نېتې په هکله يې څه نه دي ویلي.

د سولې روانې خبرې او پایلې

له تیرو دوه کلونو د امریکا طالبانو او بیا د دولت طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل په ټپه ولاړې بیا پیل همدا بهیر روان دی خو تراوسه يې کومه پایله نه ده لرلې په دې هېواد کې روان لوړ تاوتریخوالی د دي لامل سوی چې عام افغانانو د ښکېلو لورو او همدارنګه د سولې پر روان بهیر شکمن او د سولې هیلې ور مړاوي کړې.

تراوسه پوري د سولې په نوم هیڅ یوې هیلې نتیجه نه ده ورکړې د ترکیې راتلوونکې جوړیدونکې کنفرانس ته زیاتي هیلې وې  چې دا به یو برخلیک ټاکوونکی او د امن کنفرانس وي د افغانستان لپاره خو کله چې طالبانو  خپل ناسم شرایط د دې لويي غونډې په هکله وړاندې کړل نورې نا امیدۍ هم خپرې کړې.

د عامو خلکو پایله

تراوسه پوري د سولې یوې هیڅې کومه پایله ورنکړه نو عامو افغانانو یوازي د نمایش او وخت تیرولو پایله د سولې له روانې پروسې و ایسته هغوی په دې نظر دي چې د سولې ټولې هڅې یوه نمایشي بڼه لري او د جګړې ښکېلي غاړي د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي ځکه نو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره غواړي جګړه وکړي.

د سولې اوسنۍ خبرې

د ترکیې کنفرانس جوړیږي طالبانو خپل کمزوری ګډون پکښي اعلان کړ خو دا ځل ښايي تر نورو پروسو دا پروسه لږ ښه او منظمه وي ځکه طالبان هم په دې پوی سوي چې دا وروستۍ پایلې دي او د افغانستان په هکله د وروستیو فیصلو وخت را رسیدلی په ورته وخت کې سیمه ییزه اجماع امریکا او ښکېل هېوادونه هم نور ستړي سوي او لوري پر دې چمتو کوي باید یوڅه وکړي

Comments are closed.