The news is by your side.

پښتین: د پي ټي ام جوړښت افغانستان کې هم رامنځ ته کوو

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د افغان سولې په هکله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي  چې د دوی هدف هم همدا دی چې په لوی افغانستان کې امن راسي او پښتانه سوکاله سي.

منظور پښتین ویلي چې دوی د افغان سولې په باب ږغ تر نړیوالو رسولی او همدا یې د جاري مبارزې تر ټولو ستر هدف دی چې په لر او بر افغانستان کې امن او سوله رامنځ ته کړي.

هغه په ویاړ سره وویل پخوا چې دې سیمه کې د افغان جګړې لپاره کسان کاریدل ټولیدل اوس په دې سیمه د وطن د ابادۍ او امن کولو سمینارونه وړاندې کیږي، د سولې خبرې کیږي او خلکو ته په همدې باب فکر ورکول کیږي.

منظور د خپلو خبرو په دوام  کې ویلي په کور دننه افغانستان اکثریت افغانان د دوی داو طلب ملاتړي دي او دوی د هغه جګړې خلاف چې افغانستان کې پښتانه او نور قومونه ترې اغېزمن دي غندنه کوي.

پښتین افغانستان کې هم د دوی د جوړښت رامنځ ته کولو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې جوړښت به یې په داسې شکل چې د افغانانو د ویشلو سبب نه سي رامنځ ته کړي.

پي ټي ام له تیرو څو کلونو  را په دې خوا د میشتو پښتنو قومونو او قبیلو په وړاندې د پاکستاني رژیم د ناوړه سیاست ظلم او بربریت پر ضد رامنځ ته او د پښتون قام د امن کولو لپاره مبارزه کوي، چې تر ډیره په دې برخه کې بریالي سوي او لاهم خپلو پاکو موخو ته يې دوام ورکړی.

د پي ټي ام مشرانو تل د پښتون او افغان قام د مظلومیت په هکله خپله چیغه پورته کړې او د پاکستان د ناپاک او دوه مخې سیاست په هکله یې خپل لوړ اواز تر نړیوالو رسولی چې اوس  د پښتنو قومونو هیلې او هرڅه په همدوی پوري تړلي او کولای سي چې د پښتنو ماتې بیړۍ له ډوبیدو بغیر تر ساحله ورسوي.

د پي ټي ام په وړاندې د پاکستان دسیسې هم باید له پامه ونه لویږي او باید وویل چې په دې برخه کې ډیرو پښتنو ځوانانو خپل سرونه قربان کړي دي

Comments are closed.