fbpx

تخارد عامه نظم پولیسو قوماندان وژل شوی

د وسله والو طالبانو د بريد له امله د تخار د عامه نظم قوماندان وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان شوي.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ظاهر وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کې د تخار د عامه نظم د قوماندان ډګرمن شاه طاووس پر موټر بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې خپله شاه طاووس وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په رينجر کې سپاره ډېرى کسان سوځېدلي وو، يواځې دوه کسان يې په سخت ټپي حالت کې پراته وو.
په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کندوز- تخار لويه لار نا امنه شوې ده.
طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.