بګرام اډه، سپارل کیږي درې میلیونه وسایل او د توغندیو دفاعي سیسټم به څه سي؟

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د امریکا تر ټولو مهمه اډه یا پوځي مرکز چې په تیرو دوه لسیزو کې ورڅخه امریکا د قوماندې تجهیز پرمختللې وسایلو وسلو او مهاتو د ساتنې او ان د خپلو ولسمشرانو د تم کیدلو لپاره ترې کار اخیستی د امریکا دوه ولسمشران همدې بګرام اډه کې پاتي سوي او افغانستان ته راغلي

د بګرام اډه کې څه پاتیږي

د دې اډې لوژستیکي  تسلیمي د پرون دوشنبه پیل سوې د دې اډې مهموالی د بګرام اډې لوی زندان دی چې وار له مخه افغان ځواکونو ته سپارل سوی وو.

تاسو پوهیږئ چې څوره مهم وسایل په دې اډه کې شتون لري د مالوماتو له مخې درې میلیونه قلمه توکې سته چې ټول به افغان پوځ ته وسپارل سي او تر ټلو مهمه دا چې د توغندیو دفعې سیسټم به هم چې دې اډه کې شتون لري  دفاع وزارت ته وسپارل سي.

مهموالی

دا اډه چې کله امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ ترټولو لویه او لومړۍ اډه وه چې امریکا ترې په تیرو دوه لسیزو کې ترې استفاده وسوه.

په دې هوايي ډګر د توغندیو د دفعې تر ټولو ګرانبیه سیسټم مجهیز هوايي ډګر چې هر رنګه الوتکې کې پکښي ناسته کولای سي او نور توکي موجود دي سرچینې وايي چې امریکا د دې ټولو تجهیزاتو سره یوځای دا اډه افغان پوځ ته سپاري.

د بګرام اډه

د بګرام اډه له نن څخه شېته کاله وړاندې د پخواني باچا محمد ظاهر شاه له لوري جوړه سوه خو اوس د هغه وخت په پرتله پنځه برابره نوره هم لویه سوې ده، دا اډه د کابل ګاونډ پروان ولایت کې پرته ده چې په تیرو شلو کلونو کې خورا د یوه مهم مرکژ په توګه ترې استفاده کیدله.

د بګران اډې توکي

امریکا ویلي چې ۱۳۰۰ قلمه توکي په افغانستان کې په دې خاطر له منځه وړي چې بیا د ترهه ګرو لاس ته ونه لویږي خو اوس سرچینې  وايي چې دوی به ۳ میلیونه قلمه توکې افغان پوځ ته وسپاري د بګرام اډې له سپارلو وروسته نو داسې فکر کیږي  چې په کلي توګه به ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه وتلي وي ځکه همدا د دوی تر ټولو لوی مرکز وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More