The news is by your side.

د حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړیو دوحې ته د سفر موزې په پښو کړې

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم له له ډېرې مودې راهیسې د افغان سولې خبرې په ټپه ولاړې وې او ورسره په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی، خو اوس بیا هیلې پيدا شوې دي، چې دواړه لوري به بیا خبرې پيل کړې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې وویل چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی به ډېر ژر دوحې ته د سولې خبرو په خاطر روان شي.
اوس تازه ټاکل شوې ده چې نن به د افغان دولت ځینې مرکچي پلاوي په کابل کې د سولې د کور د سازمان له استازیو سره تر لیدنې وروسته دوحې ته روان شي او طالبانو سره به خبرې اترې پيل کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې دغه کسان په هېواد کې د تلپاتې سولې په موخه له پوره چمتووالي سره دوحې ته روانېږي، څو د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د مرکچي پلاوو دا ډله له طالبانو سره د خبرو لپاره ټینګه اراده لري او دلته هم سم پوهول شوي، چې باید جدي خبرې اترې وکړي.
ویل کېږي چې دغو کسانو تر دې سفر وړاندې په کابل کې د سولې د کور د سازمان له استازیو سره لیدلي او له دوی غوښتل شوي، چې د سولې په خبرو کې دې په دایمي اوربند ټینګار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، افغان دولت بیا بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبان وايي، چې پر اوربند تبصرې به له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته کېږي.
بلخوا ځینو رسنیو لیکلي، چې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې دوه ځلې سره لیدلي دي.
په هېواد کې بیا جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

Comments are closed.