fbpx

قريشي له ولسمشرغني سره ليدلي

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې كتنه كې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او مسايلو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې او د بين الافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د سيمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن سهار كابل ته له رسېدو وروسته له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره وكتل.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي تر دې ليدنې وروسته په يوه خبري غونډه كې وويل، قريشي د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو لپاره د اسلام اباد د هڅو خبر وركړ او ويې ويل، په همدې هدف له كابل وروسته له ايران، چين او روسيې څخه ليدنه كوي.
یادوني وړ ده، چې قريشي تېره اونۍ د افغانستان، پاكستان او چين په درې اړخيزه غونډه كې د ګډون په هدف هم كابل ته راغلى و.