رحماني له پاکستانه غوښتي چې په طالبانو فشار راوړي
خبریال وېبپاڼه/ د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني د پیکو کنفرانس په څنډه کې د پاکستان د پارلمان له رییس اسد قیصر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه ورسره غږېدلی دی.
رحماني په دې لیدنه کې د پاکستان پارلمان له رییس اسد قیصار څخه غوښتي، چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي څو د افغان سولې په برخه کې رښتینې مرسته وکړي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اړ کړي.
په یاده لیدنه کې دغه راز دواړو خواوو د افغان سولې بهیر او پکې د پاکستان مثبت رول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې د ثبات، پرمختګ او سوداګرۍ ودې په برخه کې د پیکو سازمان پر رول او په افغانانو ته د پاکستان په ویزو کې پر اسانتیا بحث او خبرې شوې دي.
رحماني زیاته کړې، چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره مناسب ځای او څلور لارې ده او د ګاونډي، سیمې او د پیکو سازمان غړي هېوادونه کولای شي چې د افغان دولت سره په همغږۍ له دې جغرافیې څخه د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د پارلمان رییس غوښتنه وکړه چې راتلونکی کال دې د پیکو کنفرانس په افغانستان کې جوړ شي چې د پاکستان د رییس لخوا هم یاده غوښتنه ت ایید شو.
میر رحمان رحماني داسې مهال پاکستان ته سفر کړی دی چې څه موده وړاندې د ده په بلنه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر الوتکې ته په کابل کې د کوزېدو اجازه ورنه کړل شوه.
Comments are closed.