The news is by your side.

بلوڅ جنګیالیو بیا ۶ پاکستاني پوځیان هلاک او ۱۳ نورسخت ژوبل کړي

خبریال وېبپاڼه/ د بلوڅ ملتپالو جنګیالیو د خپلو مبارزو په لړ کې دا ځل بیا پر پاکستاني پوځیانو برید کړی دی او نولس هغه یې وژلي او ژوبل کړي دي.

د بلوچستان د رسنیو د راپور له مخې، دغه برید د کېچ په «بولان او تربت» سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو شوی دی چې پکې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.
دغه راز په یاد برید کې د پاکستان د پوځ لوړپوړی چارواکی عاطف هم سخت ټپي شوی دی، چې روغتیاپالانو یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
په ورته وخت کې بلوچ جنګیالیو د بولان په «پير اسماعیل» سیمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی دی، چې څلور تنه یې وژلي او ۸ نور یې سخت ټپیان کړي دي.
د بلوچستان د ازادي غښتونکې ډلې ویاند ګهرام بلوچ د یاد برید مسوولیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د پاکستاني پوځیانو د تاوتریخوالي ځواب خامخا ورکوي او غلي به نه کېني.
پر پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې پر بلوچانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې، او له سخت ځواب سره مخ شوي دي.
دغه راز پاکستاني پوځیانو په تېره یوه میاشت کې تر شلو ډېر بلوچ ځوانان له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.
بلوڅ ملتپالو د ازادۍ د غوښتنې لپاره مبارزه پيل کړې ده او د خپلواک بلوچستان غوښتونکي دي، خو پاکستان بیا نه غواړي چې بلوچستان د یوه خپلواک هېواد بڼه ولري.
همدا ده چې پاکستان وخت ناوخته پر بلوڅانو چاپې اچوي او کسان یې وژني، بندیان کوي او یا یې تري تم کوي.
بلوڅان له دومره ظلمونه سره سره بیا هم کرار نه دي ناست او د پاکستان پر ضد یې خپله مبارزه جاري ساتلې ده، چې تر کومه به دوام ورکړي او څومره به امکان ولري چې بلوچستان ازاد کړي.

Comments are closed.