The news is by your side.

په افغانستان کې له جګړې سره سم  پاکستان د عسکرو تلفات په یوه او بل نوم خپروي

خبریال ویب پاڼه/ کله چې د بغلان او لغمان جګړه پیل او لږ څه قراریږي اتومات په پاکستان کې د پاکستاني عسکرو د هلاک خبرونه هم وړاندې کیږي چې په یوه او بل نوم يې بیاجنازې کیږي.

خو کله چې په افغانستان کې جګړه نه وي نو اتومات پر پاکستاني عسکرو هم بریدونه نه کیږي چې دې ته ورته موضوعات لومړی د هلمند او بیا اوس پیښ سوي، کله چې د هلمدن جګړه روانه وه نو نژدې هره ورځ تر لس زیات او کم د پاکستاني  سرتیرو د هلاکت او یاهم جراحت خبرونه ورکول کیدل خو کله چې په افغانستان کې هغه د څو ورځو لپاره تاوتریخوالی لږ څه کم سو نو اتومات د پاکستاني عسکرو تلفات هم ودریدل.

هغه مهال هره ورځ پآکستاني دولت د تحریک طالبان اویاهم د بلوڅ ملتپالو په لاس د پاکستاني  عسکرو د قتل راپورونه ورکول کیدل چې نن یې ماین ښخ کړی نن يې کمین نیولی او نن يې پوسته سقوط کړه او د لومړیو شمېرو له مخې په اټکلیز ډول له ۷۰ څخه تر یو شلو پاکستاني عسکرو د مرګ ژوبلې راپورنه خپاره سول.

د هلمند جګړې له ختم سره سم خبریال ویب پآڼې داسې موندنې و درلودې چې د هلمند جګړه کې د وژل سویو پآکسستاني عسکرو جنازې په یوه او بل نوم خاورو ته سپارل کیږي خو پاکستاني دولت ویلي وو، چې دا کسان تحریک طالبان او بلوڅ ملتپالو وژلي وو.

اوس د تیرو دوه ورځو راپه دې خوا چې د افغانستان په لغمان او بغلان ولایتونو کې جګړې پای ته رسیدلې د پاکستاني عسکرو د وژنې زیات راپورونه ورکول کیږي، او یوځل بیا داسې ښکاري چې د دوی دا سرتیري په افغانستان کې د مخامخ جګړو په پایله کې وژل سوي خو اوس دوه مخی پاکستان دا سرتیري په یوه او بل نوم چې ګواکي بلوڅانو یاهم تحریک طلبان وژلي راوړي او ښخوي يې.

شکونه

له ټولو افغانانو او په عمومي ډول له نړۍ سره شک دا دی چې پاکستان نه یوازي چې د طالبانو ساتنه او تمویل کوي ورسره سم د ځینو لویو جګړو لپاره خپل پوځیان هم د طالبانو په جامو کې له هغوی سره یوځای استوي ترڅو هلته له یوه طرفه د جګړې رهبري وکړي او له بله طرفه کوم هدف چې ای ایس ای ورکړی تر سره کړي.

تاسو به خبر سوي یاست چې ډیر ځله پاکستانیاان د لته د یوه شمېر ترهه ګریزو فعالیتونو په تور نیول سوي او اوس هم په زندان کې دي.

په وروستیو جګړو هم پاکستانیان وو.

په دې  وروستیو کې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بې سارې لويي جګړې رامنځ ته سوې یو شمېر سرچینو وویل چې په دې جګړو کې د نورو بهرنیانو سره یو زیات شمېر پاکستانیانو هم برخه واخیسته چې ښايي د پآکستانيانو له جملې څخه يې د ای ایس ای غړي او جاسوسان هم وو.

د افغان ځواکونو درس

افغان ځواکونو تل د خپل هېواد او ساتنې لپاره کلکه مبارزه کړې او بهرنیو دښمنانو ته یې ښودلې چې یا به ځي او یا به وژل کیږي تراوسه پوري طالبانو کوښښ وکړ چې د هلمند لغان او بغلان ولایتونو مرکزونه ونیسي خو د ډیرو تلفاتو ورکولو وروسته بیا هم ونه توانیدل.

افغان ځواکونو  ویليی چې په یوازي سر کولای سي د خپل ځان خلکو او هېواد ساتنه وکړي او هیڅ یرغلګر ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان نظام ملت او خلکو وګواښي

Comments are closed.