The news is by your side.

۷۰۰۰ مډالونه چې تر زرو کم کرزي او نور ټول غني ویشلي

خبریال ویب پاڼه/ د بهرنیوځواکونو قوماندانانو، ډیپلماټانو کورني جنګسالارانو د دې مډالونو ډیری برخه په خپل نامه کړې او کله کله چې به کوم بهرني قوماندان او یاهم بل چاته مډال ورکول سو نو خلکو به هم غبرګون وښود.

ویل کیږي چې د افغانستان دولت په چوکاټ کې شل رنګه نښانونه او مډالونه سته چې ډیری يې د معنوی ارزښت سره مادي ارزښت هم لري.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې د تیرې یوې لسیزې را په خوا چې دوه ولسمشران واکمن سوي  شاوخوا اوه زره مډالونه او نښانونه ویشل سوي دي.

رسمي نښانونه او مدآلونه د اشخاصد د قدرداني او د هغوی د درناوي لپاره منظوریږي او پر داسې حال چې د هېواد او خاورې لپاره یې څه کړي وي ورکول کیږي نو مالومه خبره ده  چې موږ د کار ډیر خلک لرو خو د کارونو څرک نه لیګیږيږ

د شلو نورو له جوپې سره د امیر شیرعلي نوايي، فیض محمد کاتب هزاره مجید زابلی او نورو مډالونو سیکې هم قانوني طرحې يې جوړې سوې او که يې چیري ولسي جرګه تصویب کړي نو د دولتي مډالونوکچه به نوره هم لوړه سي.

د افغانستان په کچه تر ټولو لوړ مدال سند د غازي محمد اکبر خان مډال دی د ځانګړې علامې سره کورنیو او بهرنیو نظامي کسانو ته ورکول کیږي

خو تراوسه مالومه نه ده تر ډیره هغه مډالونه چې چاته ورکول سوي اوس چیري او هېواد ته يې اوس او وړاندې څه کړي دي په یوه هېواد کې چې د یوې لسیزې په تیریدلو سره ۷۰۰۰ مډالونه ویشل سوي وي نو باید میلیونونه د کار خلک ولري او په هیڅ یوه برخه کې ستونزه ونلري خو د لته برعکس هرڅه سرچپه روان دي.

مډالونه او ارزښت یې

هېواد کې پنځه با ارزښته مډالونه چې مکافات يې تر ۵ میلیونه افغانیو پوري رسیږي همدارانګه نور نښانونه هم مکافات لري چې پنځه میلیونه افغانۍ کیږي

د لمر په نوم نښانونه چې مکافات يې له دریو زرو بیا د سید جمالدین غوندي نښان مکافات یې تر پنځه میلیونو پوري رسیږي

مډالونه چا ډیر ویشلی

په لنډه توګه جزیاتو ویلي چې حامد کرزي په څلورو کاله کې زر خو اشرغني په شپږ کاله تر ۶ زره زیات مډالونه ویشلي خو سوال دا دی که چیري دا مډالونه پر سیاسي مصلحتونو نه وي ورکول سوي دومره د کار څېرې هم نلرو چې ورته دولتي مډال یاهم دولتي نښان ورکول سي

Comments are closed.