The news is by your side.

یو میلیون افغان ماشومان په نشه روږدي دي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم افغان حکومت او نړۍوالو په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې میلیاردونه ډالر مصرف کړي، خو د دغو توکو د کارونې کچه اوس هم ورځ تر بلې لوړېږي.

د دې یوازېنی علت له نشه يي توکو سره د مبارزې په نوم د منظور شویو پیسو او پروژو د تطبیق او مصرف په برخو کې پراخ فساد او د مافیايي ډلو او حکومتي کړیو شخصي ګتې پالل دي.
همدا لامل دی چې دا مهال په افغانستان کې تر پنځه میلیونه زیات کسان په نشه يي توکو روږدي دي او د دې سربېره دغه کچه ورځ تر بلې په لوړېدو ده، چې د هېواد د راتلونکي لپاره د خطر زنګ بلل کېږي.
اوس چې د ماشومانو نړۍواله ورځ ده، په نړۍ کې د ماشومانو نړيواله ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې شپږ ميليون ماشومان له بېلابېلو خطرونه سره مخ دي او يو ميليون يې پر نشه‌يي توکو روږدي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني نن د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان شپږ میلیونه ماشومان په ۲۳ کتګوریو کې له خطرونو سره مخ دي.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې اووه هغه یې د تاوتریخوالي سره مخ دي، ۴۸ سلنه ماشومان په وړکتوب کې ودونه کوي او ۸۰ سلنه ماشومان بیا واده کولو ته اړ کېږي.–۰
د جیلاني په خبره، اوسمهال په هېواد کې ۷۷ سلنه ماشومان وهل شکنجه ویني، ۶۶ سلنه یې فزیکي وده نه لري او ۳۶ سلنه نور ماشومان په سوی‌تغذي ناروغۍ اخته شوي دي.
د مالوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې دمګړۍ ۱۹۶ زره ماشومان معلولیت لروونکي دي او په سړکونو کې د هرو درېیو ماشومانو له ډلې یو هغه یې خیرات راټولوي.

Comments are closed.