The news is by your side.

د علی وزیر ضمانت ولې رد سو

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علی وزیر چې اوس د کراچۍ یوه زندان کې شپې او ورځې تیروي د ضمانت درخواست رد سوی.

ویل کیږي چې په سیند کې یوې ځايي محکمې د نوموړي د ضمانت رد کړی هغه کوښښ کاوه چې په ضمانت سره خوشي او خپل کار مخ ته بوزي علی وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او شپږ میاشتي مخکې پیښور کې ونیول سو او اوس د کراچۍ یوه زندان کې شپې او ورځې تیروي.

دا چې د علی وزیر ضمانت ولې رد سوی تراوسه مالومات نسته خو د هغه وکیل قادر خان ایډکېټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې د نوموړي د ضمانت په رد کې د فشار یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې په نورو قضیو کې دومره وخت نه ایستل کیږي.

علی وزیر پوره شپږ میاشتي مخکې  په رښتیا ویلو باندې زنداني سوی وو،او تراوسه لاهم زندان کې دی خو د پاکستان په ناسم عدالت کې یې ضمانت پسخه کیږي  خو د نورو مجرمینو دا بیا منل کیږي.

پاکستان دولت کوښښ کړی ترڅو د پي  ټي ام پر مشرانو باندې دا ډول فشارونه وارد او هغوی له خپلو موخو راوګرځوي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ویلي چې ان مرګ او نورو قربانیو ته تیار دي خو خپل ږغ به خاموشه نکړي.

د علی وزیر وکیل قادر خان د پاکستان له لوري د علی وزیر په قضیه کې د ناغیړیو خبره کوي او ویلي یې دي چې په څو موارده کې د وزیر په هکله د پریکړو ځنډ رامنځ ته سوی.

علی وزیر چې د جنوبي وزیرستان څخه د خلکو د قامي اسمبلۍ غړی دی وروسته له هغه چې نوموړي پیښود کې د پي ټي ام یوه غونډه کې وینا وکړه ونیول سو او اوس يې پوره شپږ میاشتي تیریږي، خو تراوسه نه دی ایله سوی د هغه خوشي کیدلو لپاره په پاکستان دننه او نورو هېوادونو کې د نوموړي د خوشي کیدلو لپاره لاریونونه وسول او له پاکستان څخه وغوښتل سول چې علی وزیر دي ژر تر ژره خوشي کړي خو تر اوسه پاکستان  د خلکو دې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی او لاهم وزیر په زندان کې دی

Comments are closed.