The news is by your side.

د سولې خبرې نوی پړاو ننګونې او هیلې

خبریال ویب پاڼه/ نن د افغان مرکه چې پلاوي غړي قطر ته وخوځيدل ترڅو هلته د بین الافغاني خبرو د دوام لپاره چمتوالی ونیسي او ډیر ژر له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

د جګړې تر اغېزې لاندې د سولې خبرو پیل افغانستان کې لاهم جګړه او هره ورځ د طالبانو او افغان ځواکونو  ترمنځ درنې نښټې روانې دي.

اوس د افغان دولت مرکه چي پلاوی هم دوحې ته تللی او دواړه لوري طالبان او دولت د سولې خبرو ته چمتوالی نیسي د افغان دولت د پلاوي یو شمېر غړو وویل چې له ۴ څخه تر ۸ کسه غړي دوحې ته تللي دي.

مالومات ښيي چې د پلاوي رییس او پاتي نور غړي به راتلوونکې اونۍ پوري دوحې ته ولاړ سي او د سولې نوی پړاو خبرې به پیل کړي.

د سولې خبرې او خنډونه

تراوسه  پوري طالبانو دوحه کې  د خبرو د نوي پړاو پیل په هکله هیڅ نه دي ویلي خو داسې ښکاري چې هومره به چې دولت خوشبین دی او چمتوالی لري طالبانو ته دا خبرې دلچسپه نه وي.

جګړه او خبرې

طالبان کوښښ کوي چې له جګړې  په فشار د سولې خبرې د خپل ځان په ګټه را کښل سي ځکه په دې  وروستیو کې د دې ډلې وسلوالو پر شمېر ولایتونو او ولسوالیو خونړي بریدونه وکړل، او تمه لري چې لاهم مخ ته ولاړ سي طالبانو نه دي ویلي چې ولې يې تاوتریخوالی زیات کړی هغوی یو ګونګ حالت رامنځ ته کړي او غواړي له هر لوري د فشار اچولو سره ځان بریالی وښيي.

موده وړاندې د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد طالبانو باندې ږغ کړی وو، چې باید د سولې پر لور قدم واخلي ځکه پر یوه وخت سوله او جګړه نسي کیدلای خو طالبانو څه ونه ویل.

افغان دولت څه وایي

افغان دولت د اوس لپاره یوازي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په ډيریدلو سره اندېښنه څرګنده کړې او بیا يې هم پر وسلوالو طالبانو د سولې کولو ږغ کړی.

په دوحه کې به څه وسي؟

تراوسه پوري مالومه نه ده چې دواړده لوري به څه وخت مخامخ خبرو ته کښېني خو تمه سته چې د دوحې د خبرو ګړندي کیدل او د ترکیې جوړیدونکی کنفرانس د سولې خبرو د بریا یوه هڅه وي

Comments are closed.