The news is by your side.

څه توره به وکړي؟ د حکومت او طالبانو مذاکراتي غړي سبا سره مخ کېږي

خبریال وېبپاڼه/ له اوږد ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې بیا ځلې پيلېږي، څو یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
د راپورونو له مخې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې سره ګوري او د سولې په ټپه ولاړې خبرې به بیا ځلې پیلېږي.
سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې خبرو کې به تر ټولو مخکې د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کېږي او پاکستان ددغه خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې هڅې کړې دي.
په ورته وخت کې افغان حکومت هم تایید کړې چې یو پلاوی یې دوحې ته تللی دی او ژر به مذاکرات بیا ځلې پيل شي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا ویلي چې د مذاکراتو د پيل کره ورځ نه ده ټاکل شوې خو همدا چې پیل شي په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي خبرو ته تیار دي.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په کور د ننه تاوتریخوالی ډېر شوی دی خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
هلته بیا امریکا د خپلو سرتېرو بهیر روان کړی او تر اوسه یې څلور څلوښت سلنه دغه بهیر بشپړ کړی دی چې ښايي نور هم چټک شي.
طالبان له دې هر څه سره سره جګړه شدیده کړې ده چې دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي او په یو ډول خپل برخلیک تیاره ویني.
دا چې د مذاکراتو نوی پيل به تر کومه حده د افغان سولې په ګټه تمام شي، وخت به ځواب ووايي، خو دا ځل هیله مندي شته چې دواړه لوري به یوې ابتدايي موافقې ته سره ورسېږي، ځکه پاکستان هم مجبور شوی دی چې باید د سولې په برخه کې خپل رښتینی رول ادا کړي او طالبان خبرو ته حاضر کړي.
امریکا هم پر طالبانو د فشار راوړلو هڅه کوي څو خبرې پیل او په بریا پای ته ورسېږي.

Comments are closed.