The news is by your side.

څومره امریکايي پوځیان له کومو ځایونو وتلي او تجهیزات يې څه کړي؟

خبریال ویب پاڼه/ تمه ده چې تر راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټې  پوري له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه او ټول بهرنیان باید له افغانستانه وتلي وي.

د راپورونو له مخې ویل کیږي چې امریکايي پوځیانو خپل یو شمېر تجهیزات له منځه وړی، له ځان سره  یې وړي او افغان ځواکونو ته یې سپارلي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونوکې ویلي چې تر اوسه د دوی د سرتیرو وتل له ۳۳ څخه تر ۴۴ سلنه بشپړه سوې او تر اوسه پوري له افغانستان د تجهیزاتو او سرتیرو د اخراج لپاره سلګونه پروازونه سوي دي.

هغه ویلي د سرتیرو د ایستلو پروسه په چټکي سره روانه ده او تراوسه زرګونه قطعې نظامي تجهیزات او نور اړین توکي په دغه بهیر کې له افغانستانه ایستل سوي دي.

هغه وویل له دې سره سره چې تجهیزات له ځان سره وړل سوي زیات شمېر يې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په لاس له منځه تللي او زیاته برخه يې افغان ځواکونو ته په واک ورکول سوي  دي.

د ده له خبرو داسې ښکاري لکه نور چې له ټولو اډو امریکايي پوځیان وتلي وي ځکه هغه وویل چې په افغانستان کې تر ټولو لویه اډه بګرام شل ورځې وروسته افغان پوځ ته سپارل کیږي.

مهم تجهیزات

تر تولو مهم تجهیزات د بګرام اډه کې چې شمېر يې درې میلیونه تجهیزاتو ته رسیږي په بګرام اډه کې پاتي او افغان پوځ ته سپارل کیږي تراوسه پوري د دې تجهیزاتو په هکله افغان دولت څه نه دي ویلي خو دا تجهیزات افغان دولت باید په ښه توګه وساتي ویل کیږي چې په دې اډه د توغندیو ضد سیسټم هم افغان پوځ ته سپارل کیږي.

تراوسه پوري  هومره تمه نه وه چې امریکا به په دومره اندازه زیات تجهیزات افغان پوځ ته پریږدي خو دادی پرې يې  ښودل

د دې تجهیزاتو په هکله اندېښنې

تر  کومه بریده چې راپورونه ترلاسه سوي د کندهار له هوايي ډګره چې کله امریکايي پوځيان ووتل نو پر پاتي تجهیزاتو چر او  تالان ګډ سو او ټول تري تم او یاهم له استفادې غورځیدل نو هغې پیښي ته په کتلو سره باید د بګرام مجهزه اډه همداسې وساتل سي.

Comments are closed.