The news is by your side.

د هند غوندي فاجعه/ کابل کې د اکسیجن کمښت او قمیت لوړیدل

خبریال ویب پاڼه/ د کرونا وبا دریمې څپې افغانستان ته هم د خطر زنګ وهلی او سر له اوسه په کابل کې روغتونونه د اکسېجن له کمښت سره مخ دي ځکه په دې وروستیو کې د کرونا وبا ناروغان دوه برابره سوي دي.

روغتیا پالان سر له اوسه د کرونا د سپارښتنو او په دې برخه کې د لا پاملرنې خبره کوي  خو داسې مالومیږي چې تراوسه له دې ناروغي سره افغانان بې تفاوته او بې پروا دي.

راپورونه وايي چې په کابل کې روغتونونه د اکسېجن له کمښت سره مخ دي او ډیری ناروغان د اکسېجن څخه بېغیر له زیاتو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي، په کابل اکسیجن پلورونکې وايي چې له دې سره سره چې اکسجن کمبود دی له ۴۰۰ افغانیو یې قمیت ۱۶۰۰ افغانیو ته پورته سوی او لاهم امکان سته چې د اکسېجن قیمت تر دې هم لوړ سي.

که څه هم څومره چې فکر کیږي ترهغه کرونا ناروغي ډيره خطرناکه ده خو افغانانو يې تر اوسه خطر نه دی حس کړی او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپورونو له مخې  که چیري خلک پاملرنه ونکړي نو په افغانستان کې به تر ۵ میلیونه زیات کسان په دې ناروغي اخته سي.

افغان ولسمشر د کرونا د دریمې څپې د چمتوالي په هکله وویل چې ورته چمتوالی لري او له هېوادوالو يې وغوښتل چې د کرونا وبا ناروغي د مخنیوي لپاره دي پاملرنه وکړي خو د خلکو ټولیدلو او ښار ته د تللو په برخه کې سړی هک حیران سي چې ایا دا خلک ولې دومره بې پروا  دي.

د هند کیسه دلته تکرار نه سي.

د افغانستان کمزوری اقتصاد په ټپه ولاړ روغتیايي خدمات او په دې برخه کې ستونزې ټولې هغه ستونزې دي چې د کرونا او نورو ناروغيو په وړاندې موږ کمزوري کوي که چیري همد اوس د اکسېجن کمبود احساسیږي نو ښايي د مثبتو پیښو په ډیریدلو سره په کابل اوولایتیونو کې اکسېجن او روغتیايي خدمات بیخي صفر او خلک له ستونزو سره ډیر مخ سي او خدای ج مه کړه د هند غوندي یوه فاجعه رامنځ ته نه سي ځکه شمېرې ورځ تر بلې د پرمختګ حالت کې دي او هره ورځ د مثبتو پیښو ګراف لوړیږي

Comments are closed.