The news is by your side.

یوناما وايي، طالبان دې ملکي مرګ ژوبله ودروي

خبریال وېبپاڼه/ افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه یو ځل بیا جدي غبرګون ښکاره کړی دی.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او نور دې د عامو خلکو پر ضد جګړه ودروي.
یوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې يوازې په تېرو درېیو ورځو کې په کندهار، هلمند، اروزګان، پروان، سرپل او کاپیسا کې په اووه ثبت شويو پيښو کې ۲۳ ملکيان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ډېری ملکيان د طالبانو لخوا په غير مستقيمو ډزو او بریدونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو کاريدل هم د‌ډيرې ملکي مرګ ژوبلې عوامل دي چې خلک یې سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د یوناما په خبره، دوی خپلې موندنې له ښکيلو غاړو سره شريکوي او له دوی په ټينګار سره غواړي چې دملکيانو دخونديتوب لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېر ماښام د کابل په درېیمه حوزه کې د دوو جلا بریدونو په پایله کې ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
طالبانو د یوناما، افغانانو، د نړۍ علماوو او افغان حکومت د پرله پسې غوښتنو سربېره بیا هم جګړه نه ده درولې او دا مهال یې د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړه روانه ساتلې ده، چې تر ټولو زیاته قرباني ملکي وګړي ورکوي.
د دې ترڅنګ د عامه المنفعه تاسیساتو ورانول هم د طالبانو د جګړې لویه برخه ده چې هره ورځ ورته زیان اړوي او خلک له سختو ستونزو سره مخ کوي.
هلته بیا دوحه کې سبا د سولې خبرې بیا پیلېږي او یو څه هیله مندي شته چې ښايي یوې پایلې ته سره ورسېږي.

Comments are closed.