طالبانو د چک ولسوالۍ لار په ماینونو فرش او بشپړه وتړله
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ د کابل ګاونډ ته نږدې په میدان وردګ ولایت کې سختې جګړې روانې دي، خو اوس وسلهوالو طالبانو پرون د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ پر سړک ماینونه خښ کړي او دا لاره یې په بشپړه توګه تړلې ده.
سیمهيیزو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو د «دشت ټوپ» له سیمې د چک ولسوالۍ تر مرکزه پر غځېدلې پخه لاره ماینونه خښ کړي او د دې ولسوالۍ هېڅ اوسېدونکي ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د سرچینو په خبره، چې وسلهوالو طالبانو موټرچلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د دغه سړک پر هره برخه یې ماینونه خښ کړي او د چک ولسوالۍ د محاصرې د غځېدو په خاطر هېچا ته پرې تر نامعلومې مودې د تګ راتګ اجازه نشته.
د چک ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دې ولسوالۍ د لارې بندېدل تاییدوي او زیاتوي چې اوس د چک ولسوالۍ د ځینو سیمو موټرچلوونکي د جغتو ولسوالۍ له لارې کابل ته ځي.
دوی له دولته ګیله کوي، چې نه په چک کې تصفیوي عملیات پیلوي او نه د ولسوالۍ محاصره مرکز د نوي بازار له سیمې – چې سل متره شاوخوا ترې طالبان واکمن دي – کوم بل امن ځای ته انتقالوي.
د ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، چې دا حالت نور ورته د زغملو وړ نه دی او دوی مجبور دي چې د خپل ژوند د خوندیتوب په خاطر د وسلهوالو طالبانو او حکومت دواړو پر ضد پاڅون وکړي.
په دې تړاو مو د وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ، ولایتي شورا وکیلانو او د والي ویاند سره د اړیکې نیولو هڅه وکړه، خو دوی زموږ اړیکې ته ځواب رانه کړ.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان لویې لارې د خلکو پرمخ تړي او په ماینونو یې فرشوي، تر دې وړاندې د کندهار په ارغنداب، د هلمند په سنګین، د بغلان په پلخمري او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لویې لارې د عامو خلکو پرمخ تړلې دي.
Comments are closed.