The news is by your side.

طالبه ملا هیبت الله چیري دی؟

خبریال ویب پاڼه/ شل کلونه تیر جګړې وسوې او لکونه افغانان په یوه نامالوم ادرس ووژل سول کلونه وړاندې چې کله هغه مهال ملا عمر د طالبانو امری وو، پوره دوه کاله د ده له مړینې وروسته هم د ملا عمر فرمانونه راتلل او طالبانو ته پکښي لارښوونې کیدلې خو، دا هیچا پوښتنه ونکړه چې زموږ امیرالمومینین د دوی په ادعا چیري دی؟

ملا عمر د خپلې ناروغۍ له کبله دوه کاله مخکې مړ سوی وو، خو د ده له قبره داسې فرمانونه راتلل او طالبانو عملي کول خو کله چې د هغه مرګ دوه کاله لا تثبیت سو نو بیا طالب جان دا پوښتنه ونکړه چې  موږ ته دا فرمانونه د ملاعمر له قبر او که د ای ایس ای له مقره راتلل.

له هغه وروسته چې کله ملا اختر منصور دامریکا له لوري ووژل سو نو هغه داسې پیښه وه چې له هیڅ طالبه پټه نه وه ځکه ای ایس ای خپل ځان ورټول او مداخله يې ونکړه.

کله چې له ملا اختر منصوره وروسته شیخ هیبت الله د طالبانو د امر په توګه وټاکل سو له هغه بیا تراوسه يې هیڅ طالب بیا نه ویډیو او نه هم  ږغیز کلیپ اوریدلی.

خو طالب وايي چې د ملا هیبت عسکر دی او د هغه امر جنګیږي خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې د ملا هیبت سرنوشت هم ګوښه سوی او طالب ته د ملا عمر د وخت په څېر هوايي یا له قبره یا هم له ای ایس ای څخه فرمانونه راځي طالب يې عملي خو د امر وضعیت او حالت  نه دی مالوم.

د ملاهیبت الله وروستی پیغام

د تیر کوچني اختر په مناسبت د روژې میاشتي پر ۲۷ مه په یوه اختریز پیغام چې په لیکلي ډول سره خپور سو خپلو جنګالیو ته بیاهم د جګړې کولو او درې ورځني اوربند ویلي وو، خو چا دا ونه ویلي چې دا پر کوم اساس کیدلای سي چې واقعا د ملا هیبت الله پیغام وي؟

ملا هیبت الله چیري دی؟

د طالبانو امرین پر دوه ډوله دي یو هغه چې له مشرتوب ټاکلو وروسته تري تم سي او بیا يې د مرګ خبر وارویدل سي او یو ډول یې هغه چې غواړي د طالبانو  مشرتابه په ښه توګه سره ترسره کړي.

تر ملا هیبت وړاندې چې کله اختر محمد منصور  د طالبانو مشر کیږی دننه د طالبانو مشرتابه کې هم خلا را منځ ته کیږي او منصور د ملا عمر د کړنو خلاف له پاکستانه خود مختاره او داسې پریکړي کوي چې فکر کوي د دې ډلې اصلي مشر دی خو ژوند يې لنډ او ډیر ژر وژل کیږي

خو په دواړو حالتونو کې دې طالب مشرانو ته خطر دی کله چې ملا هیبت الله د طالبانو مشر وټاکل سو نو سمدلاسه نا درکه او لاهم تري تم ولې کله چې کومه مسله وي طالبانو ته د هغه په نوم فرمانونه او امرونه راځي خو د ده هیڅ درک نسته.

د ملا هیبت الله په هکله شکونه

د طالبانو د ډلې د اوسني مشر  ملاهیبت الله په هکله داسې شکونه موجود دي چې هغه به بیخي نه وي مړ او یابه تري تم سوی وي د ټولو همدا فکر دی خو یوازي طالبان يې نه مني

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار موده وړاندې وویل طالبان له تیر یوه کال را په دې خوا له خپل مشر څخه هیڅ احوال نلري د ده له انده هیڅ خبر نسته چې ملا هیبت الله سته او که نسته نه يې چاږغ اوریدلی او نه هم چا مخ مخا لیدلی.

نو دې ټولو اندېښنو او څرګندونو ته داسې څوک نسته چې ځواب ووايی یوازي طالبان دي چې تراوسه د خپل مشر په هکله باورمند او د هوايي فرمانونو په ذریعه افغان جګړه مخ ته بیايي

Comments are closed.

koi finance