The news is by your side.

صالح سلګونه ماین ښودونکي به اعدام سي

خبریال ویب پاڼه/ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه باندې د کابل له چاودنې وروسته غبرګون ښودلی او ګواښ يې کړی چې ماین ښودونکي به اعدام کړي.

د هغه په وینا سلګونه ماین ښودونکي د اعدام په انتظار په زندانونو کې شپې  او  ورې تیروي صالح په خپله لیکنه کې ویلي په تیرو پنځو میاشتو کې له ۸۵۰ زیات ماینونه خنثی سوي دي.

د ده په وینا د دې ټولو عامیلین چې نیول سوي دي د زندان تر میلو ساته د اعدام په انتظار شپې او ورځې تیروي او بایدی سزا وویني

صالح له خلکو غوښټي چې موټر ته تر ختلو وړاندې یوځل باید ښه پاملرنه وکړي.

څو میاشتي وړاندې چې کله کابل کې د نا امنیو فصل پیل سو، امرالله صالح د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د کابل دامنیت مسؤل وټاکل سو خو د هغه په ټاکل کیدلو نه یوازي چې پیښې کمې نه سوې بلکې نوري هم زیاتي سوې.

تراوسه دولت نه دی توانیدلی چې کابل ښار کې د جنايي هدفي او بمي بریدونو حالت کنټرول او د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي او حالت د کابل ښار په ګډون د افغانستان په نورو ښارونو کې کابو کړي.

ماین ښودونکو سره تراوسه څه سوي؟

که څه دولت د هرې قضیې عامل ته د درنې سزا ورکولو خبره کوي خو تر اوسه پوري هیڅ یو مجرم ماین ښودونکي او قاتل ته سزا نه ده ورکول سوې او هغوی خپلو جرمونو ته په افتخار دوام ورکوي.

ځکه نو د صالح په خبرو هومره باور نه سي کیدلای لکه نوموړی چې جدي دی تراوسه  پوري لاهم هره ورځ په ماین چاودنو، هددفي بریدونو او نورو پیښو کې بې ګنا ملکي وګړي  وژل کیږي خو د پوښتنې يې څو نسته.

د شمېرو له مخې په تیره مي میاشت کې چې د تاوتریخوالي کچه زیاته سوې زیات شمېر ملکي وګړي وژل سوي چې لامل یې  هدفي وژنې او بمي چاودنې وې.

تیره شپه کابل کې پر یوه بس بمي چاودنه رامنځ ته سوه چې پکښي لس تنه وژل سوي او ۱۲ کسه نور ژوبل دي چې امرالله صالح يې یوازي په غبرګون کې د بم ایښودونکو د اعدام خبره کړې

Comments are closed.