The news is by your side.

“طالبان له وحشته نه دي راوتلي “

خبریال وېبپاڼه/ په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د جګړې شدت او د دوی لخوا د عامو خلکو او عامه تاسیساتو په کور دننه او دباندې سخت غبرګونونه را پارولي دي او دغه ډله یې له بشري او انساني حقونو په سرغړونې تورنه کړې ده.
تازه وال سټریټ ژورنال د طالبانو په اړه یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه دله لا هم له وحشته نه ده راوتلې.
یاد ژورنال په خپله تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې طالبان لاهم په افغانستان کې د ملکي خلکو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخلي او دا ډله لاهم له وحشت څخه نه ده راوتلې.
په یاده مقاله کې هغه خپرې شوې اوازې دروغ بلل شوي، چې ګواکې طالبانو تر پخوا تغییر کړی دی او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې له خلکو سره چلند نرم شوی دی.
په مقاله کې وړاندې راغلي، چې طالبان لاهم بې ګناه ملکي خلک وژني، په خپلو سیمو کې پر عامو خلکو ظلمونه ترسره کوي او په تاوتریخوالي باور لري.
د مقالې پر بنسټ سره له دې، چې یادې ډلې په تېرو څو میاشتو کې لویدیځو هېوادونو ته د ځان ثابتولو هڅه وکړه؛ خو اوس هم د ۹۰ لسیزو څېرې لري، چې هیڅ بدلې شوې نه دي.
یاد ژورنال په داسې حال کې مقاله خپروي، چې تېر ماښام هم طالبانو په کابل ښار کې ۲ پرلپسې چاودنې وکړي، چې لږ تر لږه ۲۲ ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
هلته بیا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم طالبان د ملکي وګړو پر وژنو تورن کړي او ویلي یې دي چې په جګړه کې تر ټولو زیات زیانونه د طالبانو لخوا ملکي وګړو ته اوړي.
د طالبانو د وحشت په اړه داسې مهال څرګندونې کېږي چې په ښايي سبا په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ بیا خبرې اترې پيل شي.

Comments are closed.