The news is by your side.

ولې افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیمېږي؟

خبریال وېبپاڼه/ چې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د افغان ځواکونو ظرفیت ډېر شوی خو کمزورې رهبري د دې سبب شوې چې په ځيني مواردو کې دې دوی طالبانو ته تسلیم شي او دغه لړۍ تر اوسه پورې روانه ده.

سرتېري د دې له وجې نه تسلمېږي چې ګواکې د جګړې توان نه لري، بلکې د امکاناتو نشتوالي، د مشرانو نه پاملرنه او د مخالفینو لخوا پراخ درواغجن تبلیغات د دې لامل ګرځي، چې دوی وسله پر ځمکه ږدي او وسله والو مخالفینو سره یو ځای کېږي.
په دې کې شک نشته چې افغان ځواکونه ترخپله وسه جنګېږي، وجدان یې دا نه مني چې وسله والو مخالفینو ته تسلیم شي، خو په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې امنیتي سرتېرو ته، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د امنیتي چارواکو نه پاملرنه د دې لامل ګرځي، چې سرتېري مخالفینو ته تسلیم شي، ځکه کله چې تجهیزات، خوراکي توکي او اکمالات نه وي سرتېرو ته پخپله دا سوال پیدا کېږي، چې ولې جنګېږي؟
که پولیس دي، که ملي اردو، ملي امنیت او بله هره امنیتي قطه سرتېرو ته یې څومره چې لازمه ده هغه اندازه پاملرنه نه کېږي او که کېږي هم ډېر په ټیټه کچه کېږي، تر دې چې تبعیض او تعصب هم ورسره کېږي، معاشات او امتیازارت پر وخت نه ورکول کېږي، په میاشتو میاشتو محاصره وي، مګر ملاتړ ته یې څوک نه ورځي.
تازه د غور ولایت د دویمې ناحیې امر له خپلو څلورو ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده ویلي چې حیات الله عادل تېره شپه د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو لپاره د اهنګرانو په نامه سیمې ته تللی و خو تر لنډې نښتې وروسته طالبانو ته تسلیم شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې څلورو پولیس سرتېرو تر نښتې وروسته د تېښتې هڅه کړې وه چې دوه یې طالبانو نیولي او د دوو نورو درک مالوم نه دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې یو شمېر امنیتي ځواکونه وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي، چې عمده عوامل یې پر وخت د امکاناتو نه ور رسېدل دي. حکومت ته پکار ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مدیریت قوي او د جنګ لومړۍ کرښې سرتېرو ته پاملرنه زیاته کړي.

Comments are closed.

koi finance