The news is by your side.

بایډن: امریکا له نوي او ستر ګواښ سره مخ ده

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونوکې د امریکا په هکله په اندېښنه ښودلو سره ویلي چې امریکا له یوه نوي ګواښ سره مخ ده.

یو امریکايي ان بي سي نیوز د جو بايډن د خبرو پر مهال چې په تالسا ښارکې يې یوې غونډې ته کړې ویلي امریکا د سپین پوستو د برتري طلبي له امله له سترګواښ سره مخ ده.

د بایډن په وینا د سپین پوستو طلبي دا ګواښ امریکا لپاره تر القاعده او داعش د امریکا لپاره ډیر  خطرناک دی او د امریکا او امریکایانو راتلوونکی ګواښې ځکه نو دوی ته په کار ده چې له دې بدې پدیدې سره مبارزه وکړي.

ده د ملت صادقه همکاري وغوښته او زیاته يې کړه چې دولت به په په پوځ او دولت  په دننه کې دا ډول موضوعات په جدي  ډول سره وڅیړي او اجازه به ورنکړي.

په  امریکا کې د نژادي تبعیض چې ترمنځ يې تور پوستي او سپین پوستي مطرح کې کیږي تر ټولو د بحث وړ موضوع ده او دا نژادي تربګنۍ د دې پرمختللي هېواد وضعیت تر هرڅه ګواښي.

امریکا نورو له کومو خطرونو سره مخ ده؟

که څه هم امریکا د نړۍ له پرمختللی هېوادونو  سره ده خو داسې ده چې دا هېواد هم په کور دننه او بهر ستونزې او مشکلات لري لومړی کرونا چې د ټولې نړۍ په کچه يې امریکا زیاته ځپلې په دویمه کټګوري کې دامریکا جنګي پوځي  ماموریتونه چې لومړی يې افغانستان دی افغانستان کې لاهم امریکايي ښکېله ده او ښايي دا ښکېلتیا یې تر ډیره وي  ځکه دوی غواړي دلته له ترهه ګرو هم مبارزه وکړي په ورته وخت کې امریکا له امریکا چین او یو شمېر نورو هېوادونو سره دایمي سیالۍ لري په ورته وخت کې په کور دننه امریکا کې نا امنۍ او وسلوالې ډلې او د هغوی له لوري بریدونه دي چې تراوسه یې د امریکا ملي امنیت ګواښلی او لاهم داسې ادعا وي سته چې امریکا به نوره هم په ستونزو کې ګیریږي.

بایډن په امریکا کې نژادي تبعیض تر ټولو ستونزو او ګواښونو لوی ګواښ وباله او پروړاندې يې د مبارزې خبره وکړه خو تراوسه د دوی  د بریا او نه بریا څرګ نه ښکاریږي

Comments are closed.