The news is by your side.

عمران خان د افغانستان په هکله ستر ګواښونه بیان کړل

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې کلونه کلونه يې په د لته د جګړې لپاره په خپله غېږه کې ترهه ګر وساتل او دا جګړه يې د خپلې نیابتې جګړې په څېر مخ ته بوتله.

که څه هم په دې وخت کې له عمران خانه داسې مهمې خبرې د افغانستان  په کله نه وې  اوریدل سوې خو اوس تازه یې ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل اندېښمنوونکې دی او که چیري سیاسي جوړجاړی ونه سي نو ستونزې به رامنځ ته سي.

عمران خان هم د افغانستان مسلې ته د سیاسي حل زاويې له دوربینه ګوري او ویلي يې دي که چیري د امریکايي ځواکونو تر وتلو په افغانستان کې سیاسي حل رامنځ ته نه سي نو په دې هېواد کې به ترهه ګري پراخه او ستونزې نوري هم  زیاتي سي.

هغه نن د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د لیدنې په ترڅ کې کړې دي امام علي رحمان د پاکستان په بلنه د دوه اړخیزه همکاریو د پیاوړتیا لپاره پاکستان ته تللی او هلته يې د افغانستان د وضعیت په هکله هم بحث کړی.

د پاکستان لومړي وزیر پر داسې مهال د افغانستان په هکله اندېښنه څرګنده کړې چې له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د راتلوونکي سپټمبر میاشت پر ۱۱ نېټه به بشپړه سي.

عمران د خپلو خبرو په دوام وویل اندېښنه داده چې که افغانستانړ کې ترهه ګر پنا واخالي او پاکستانړ ته را اوړي که چیري کومه هوکړه ونه سي نو وضعیت نور هم خرابیږي.

پاکستان خپله د ترهه ګرو ځاله ده

پاکستان چې همدا نن وغواړي نو افغان جګړه دریږي خو دې دوه مخې هېواد په سیمه کې د ترهه ګرۍ فصل کرلی او زیان یې یوازي نړۍ او افغانستان ته رسیږی خو حاصل يې عمران خان او پاکستان خوري.

سیمه ییز هېوادونه او په ټوله کې نړۍ اوس پوی سوې چې پاکستان د ترهه ګرو تمویل او ملاتړ کوي ځکه يې فشارونه پرې زیات کړي او د افغان سولې په برخه کې يې بې روله کړی او وخت يې ورته نه دی ورکړی تر اوسه  پوري افغان دولت د عمران خان دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی

Comments are closed.

koi finance