په خبرپانه کې ویل شوي چې ياد کسان د يوې پروژې له عادي سروې کوونکي څخه نيولي بيا د مرسيال وزير(معين) تر کچې پورې کسان په کې شامل دي.
خبرپانه زياتوي چې د ټولګتو وزارت رهبري له فساد سره کلکې مبارزې ته ژمنه ده او په دې برخه کې يې ګڼې لاسته رواړنې درلودې د هغوی په وینا ياد وزارت اوس مهال د داخلي تفيش د وړتياوو د غښتلتيا او پیاوړي کولو په موخه يو روزنيز کورس پیل کړی دی تر څو د راتلوونکي لپاره ځوان څیړونکي وروزې او په دې سره په ياد وزرات کې د فساد سره مبارزه کوټلې اوګړندۍ کړي.
وړاندي ويل شوي دي چې د کورس پرمهال به ځوان مفتيشونو او ادارې کارکوونکو ته د قوانينو، مقرورو او طرزالعملونو د عملي کولو لپاره او هغو لارو چارو ښودنه کيږي چې د فساد پر وړاندي د مبارزي لپاره کارول کيږي.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې ټولګټو وزارت نه يوازي دا چې ۳۷ کسان څارنوالۍ ته ورپيژندلي بلکي د ياد وزارت له لوري د ملکي خدمتونه د قانون له مخې ۵۳ تنه کسان تاديب شوي چې په هغو کې د معاش کميښت ، اخطاريه، درج سوانح او معاش ته تمه شوي دي د خبرپاڼې له مخې اوس مهال د ټولګټو وزارت د داخلي تفتيش له خوا ۳۷ نوري قضیي هم تر څيړنې لاندي چې په نږدي راتلونکې کې به هم د هغه کسانو نوملړ هم له رسنيو سره شريک شې چې په فساد تورن دي .
هېره دې نه وي چې د ټولګټو وزارت له لوري دا لومړی ځل نه دی چې د فساد پر ضد داسې کوټلي ګامونه اخلي بلکي څه موده مخکې هم د ياد وزارت د وزير له لوري په یوه ورځ د ټول هيواد د تلو۱۶۸ کارکوونکي او کارمندان د فساد او په دندو کې د ناعيړۍ له امله له دندو ګوښه او وشړل شول.