حیات الله حیات کندهار ته بل زیان واړاوه
خبریال ویب پاڼه/ کله چې حیات الله حیات د کندهار والي ټاکل کیږي نو هلته د ماموریت پر مهال د خلکو د ناخوښۍ سبب هم کیږي او د کرونا د پیسو په قضیه کې څارنوالۍ ته معرفي کیږي خو موده وروسته حیات الله حیات د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر معرفي کیږي او د وزارت د کار پر مهال يې یو بل زیان کندهار ته ورسید.
په کندهار ولایت کې یوازنۍ اداره د پاسپورت امریت وو، چې بې قید او شرطه يې کندهاریانو ته خدمات وړاندې کول او د دې ادارې پخوانی امر سمونمل عبدالله عابد د ښو کارکردګیو له امله د کندهاریانو په زړونو کې ځای درلود.
د کورنیو چارو وزارت د دې کار پرغبرګون کې چې سمونمل عبدالله عابد يې له کندهاره تبدیل کړی غبرګونونونه راپورته سوي او وايي چې په دا کار په ښکاره ډول سره له کندهاریانو سره ظلم دی.
د سمونمل عبدالله عابد د پاکي او ښه کار له امله خلک کیسې کوي او وايي چې له خنډ پیسو واسطو او رشوت پرته ورته ښه خدمات وړاندې کیدل او عبدالله عابد به په خپله د شعبې مخ ته ناست اوبغیر له ځنډه يې ورته کارونه خلاصول.
ډیری کسان کورنیو چارو وزارت او مشرتابه په فساد تورنوي او وايي عابد ځکه له کندهاره لیري سوی چې وزارت ته یې باج نه ورکاوه او یوازي يې د خلکو کار کاوه.
د عبدالله عابد د تبیدیلۍ په هکله پر ټولنیزو رسنیو د کندهار ولایت اوسیدونکو خپل غبرګونونه ښودلی د حفیظ الله رسولي په نوم د کندهار یوه اوسیدونکي لیکلي: تر عابد نیک اوغوره شخص مې په خپل ژوند په یوه اداره کې هم نه دی لیدلی، د ده ښه اخلاقو ملت دوستۍ، ته مو دوه لاسي سلام دی، اکثریت وختونه به یې د ادارې کارکوونکو ته نصیحت کاوه، هغوی ته به یې د د وطن دوستي او ملت دوستۍ روحیه ورکوله؛؛
د عبیدالله مشکاني په نوم د کندهار یو بل اوسیدونکي وویل ما چې دا نظرونه د عابد صاحب په باره کې مطالعه کړه نو زړته مې تیر سو چې کندهاریان نباید داسې ایمانداره اشخاص له لاسه ورکړي او دغه اشخاص د قومنداني او ولایت وړ دﻱ چې ولس ته د ډیر خدمت کولو چانس باید ورکړل سي.
ولس دغه رقم ایماندارو اشخاصو ته ضرورت لرﻱ، خو متاسفانه چې
روابط پر ظوابط خپل راج چلوﻱ؛؛
په عمومي ډول سره له کندهار سره د حیات الله حیات کړنې پخوا چې والي وو، هم نه وې سمې او اوس چې وزیر سو نو د کار کردو کسانو په لیري کولو سره د کندهار او کندهاریانو څخه خپل غچ اخلي.
سمونمل عبدالله عابد چې همداسې عابد انسان وو، خپل ټول عمر يې کندهاریانو ته په خدمت کولو تیر کړ او خلک یوازي د ده ښه کیسې کوي هغه اصل د کندهار ولایت د ارغنداب ښکلی ولسوالۍ اوسیدونکی وو، چې اوس مهال په دې نامه چې هرات ولایت کې ستونزې دي له کندهار ولایته تبدیل سوی دی خو د کندهار اوسیدونکي بیرته د عبدلله عابد پر ځای کیدل غواړي او نوموړي ته د لا زیاتو مکافاتو غوښتنه کوي خو داچې وزارت به حتمي پاکو کسانو او بیا کندهاریانو ته سزا ورکوي نو ځکه يې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه وايي.
Comments are closed.