The news is by your side.

نن درې هېوادونه پر افغان سوله خبرې کوي

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع د پیاوړتیا په موخه نن پنجشنبه افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه جوړوي چې د بحث مهم ټکی به یې سوله وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا د درې اړخیزو غونډو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې وشي.
سرچینه کاږي چې په دې غونډه کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو کېږي، څو سیمه ییزه اجماع پیاوړې او د سولې بندې دروازې خلاصې شي.
همدا راز د درېواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا هم ددې غونډې مهمه اجنډا ده چې په اړه به یې درې واړه هېوادونه خپل نظریات سره تبادله کړي.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې چین او پاکستان د افغان سولې په برخه کې اغېزناک هېوادونه بلل کېږي، خو افغان حکومت تر دې دمه هم د پاکستان همکاریو او ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دی چې پاکستانی لوری له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.
هلته بیا ښايي نن په دوحه کې د سولې خبرو مذاکراتي پلاوي یو بل سره مخ شي او خبرې بیا سره پیل کړي.
که څه هم طالبانو نه دي ویلي چې دغه خبرې به کله پیلېږي، خو د افغان حکومت مذاکراتي پلاویو نن پنجشنبه د خبرو د بیا پیل ورځ ښوولې ده.
تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و چې دوی د سولې په برخه کې رښتینې همکاري کوي او طالبان به خبرو ته حاضر کړي.
دلته بیا جګړې ورځ تر بلې زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې عام ولس یې سخت اندېښمن کړی دی او په یو ډول خپل برخلیک تیاره وي او سختو ناهیلیو سره مخ دي.

Comments are closed.