The news is by your side.

روانه نا امني او کمزوري جنګي مدیریت

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې دا مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي چې تراوسه پوري یوازی هغه چې دولت يې تاتکیکي شاتګ بولي رامنځ ته سوی.

د افغانستان هلمند، غزني، بغلان زابل او نورو ولایتونو کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی او له دې ولایتونو داسې راپورونه خپریږي چې زیات اندېښمنوونکي دي.

یو تر ټولو بده پدیده داده چې امنیتي  ځواکونه سمدلاسه طالبانو ته خپلې پوستې له هرڅه تجهیزاتو سره پریږدي، تیره ورځ د زابل د شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ لوی بیس افغان ځواکونو طالبانو ته له یو شمېر تجیزاتو سره پریښی په ورته مهال له شینکي ولسوالۍ څخه هم راپورونه دادي چې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مجهیزه ودانۍ په ډیری اسانۍ سره نیولې ده.

همدارنګه له نورستان ولایت څخه هم ضد او نقص راپوروه وايي چې د دې ولایت د منډول او دواب ولسوالۍ هم د قومي مشرانو په منځګړیتوب طالبانو ته خوشي سوې دي په ورته وخت یو شمېر امنیتي سرچینې هم د دې ولسوالیو سقوط تائیدوي.

په ورته وخت کې د غزني د دیک ولسوالۍ په هکله هم یو شمېر خبرونه موجود دي چې سقوط سوې خو تراوسه پوري د غزني ولایتي چارواکي دا خبره نه مني.

د بغلان د جیلګې ولسوالۍ په هکله هم داسې راپورونه ورکول کیږي چې هلته سختې جګړې روانې دي.

د هلمند لایت له یو شمېر ولسوالیو هم  د لوړو تهدیداتو خبره اما دولت تر اوسه پوري یوازي د خیریت راپور ورکړی او کله چې  یې کوم ویاند وږغوې وایي چې  دښمن کمزوری دی او هیڅ هم نه سي کولای.

په دې  هکله د اندېښنو سره سره په دې وروستیو کې د جګړو بمې چاودنو او بمباریو له امله ملکي افغانانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتې او دا مرګ ژوبلې ورځ تر بلې د اندېښنې وړ کیږي  تراوسه پوري دولت او نه هم طالبانو پر ملت رحم کړی او نه يې ورته غوښتنو ته ځواب ویلی.

ناسم مدیریت او پرليسې سقوت د دې لامل کیږي چې هېواوال د خپل راتلوونکي په هکله نور هم اندېښمن سي او پر دولت باور له لاسه ورکړي، پخوا چې به ولسوالۍ طالبانو ونیوله نو سمدلاسه به يې بیرته ترې ونیوله خو اوس يوازي د نورو سیمو ساتنه کوي

Comments are closed.

koi finance