The news is by your side.

افراسیاب خټک د طالبانو امریکا د اړیکو، او نوې جګړه په هکله خبرداری ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ یوه مهمه موضوع داده چې امریکا به د بلې جګړې لپاره یو ځل بیا په پاکستان کې دمه کوي او بله خبره دا ده چې دا دمه د یوې  بلې جګړې د پیل نښه هم ده پر همدې مهال پښتونخوا کې سیاسي څیره افرسیاب خټک هم د امریکا له دې پلانه پرده پورته کړې

دې پښتون وتلي سیاستوال د امریکا او د نوې جګړې په هکله یوه مقاله خپره کړې او پر مهمو موضوعاتوباندې يې بحث کړي د خټک له نظره ښکاري چې امریکا سیمه کې جګړه نه ختموي، او غواړي له طالبانو سره د تازه اړیکو پر مټ ټوله مرکزي اسیا کې جګړې او ستونزې پیدا کړي.

د ده له انده داسې پتېل کیږي په دې موده کې چې امریکا او طالبان د سولې په نوم یو له بل سره نژدې پاتي سول نو یو له بل سره یې اړیکه پیدا کړه.

خټک د خپلې مقالې په دوام ویلي امریکا په دې سیمه کې اقتصادي تحرک نه غواړي او د ځان په وړاندې په ۲۱ پیړۍ کې ستونزې نه  پیدا کوي ځکه نو په پاکستان د طالبانو پر مرکزونو او د دوی پر خونړیو جګړو سترګې پټوي.

خټک یوه مهم څه ته چې د طالبانو او امریکا د اړیکو نوی باید ته په اشارې وویل چې په سیمه کې به پراخې  ستونزې را پیدا کړي دخټک له تازه مالوماتو څرګندیږي چې امریکا او ای ایس ای په ګډه طالبان نوي کوي او ورته یې نوې دیني مدرسې هم جوړي کړي ترڅو هغوی پکښي و روزل سي.

امریکا په وتلو ده طالبان پر خبرو دي خو ورځ تر بلې افغانستان کې امنیتي وضعیت خرابیږي او هره شپه او ورځ چې  تیریږي د طالبانو له لوري لسګونه بریدونه ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې ورسره سمدلاسه د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه سوې.

افراسیاب خټک پر یوه مهم وخت باندې دا څرګندونې کوي او د ده له دې انده سره ښايي ډیری نظريي همغږې هم وي ځکه حالات همداسې روان دي او ښايي افغانستان یوځل بیا پر ډير بد حالت کې ولویږي ځکه په ورځني ډول تر بل هر وخت ګواښونه زیات سوي

Comments are closed.