بلوڅ مجاهدینو ۲۵ پاکستاني پوځیان هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه/ د بلوچستان د ازادي غوښتونکې ډلې ویاند جیئند بلوچ ویلي، چې د دوی جنګیالیو د بولان په ماروار سېمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی، چې تر درې ساعته محاصرې وروسته یې یاده پوځي پوسته نیولې ده.

نوموړي ویلي، د دوی جنګیالیو په یاد برید کې، ۲۴ پاکستاني پوځيان وژلي او “لانس لائک بلال” په نوم افسر یې ژوندی نیولی.
یاد افسر وروسته؛ له هغې ووژل شو، چې بلوچ قومي جرګې یې د مرګ حکم وکړ.
د ده د معلوماتو له مخې، د یادې پوځي اډې ټول نظامي تجهیزات د بلوچ جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې په یاد برید کې درې بلوچ جنګیالي «هنګل مری»، «افتاب یوسف خټک» او «شاویز زهري» وژل شوي دي.
دغه راز د یادې ډلې مشر داګتر الله نظر بلوچ په توېټر پاڼه لیکلي، چې د بلوچ جنګیالیو پر مېړانه ویاړي او تر هغو به د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې جنګیږي، چې خپلواکي یې نه وي تر لاسه کړي.
پر پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې پر بلوچانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې، او له سخت ځواب سره مخ شوي دي.
دغه راز پاکستاني پوځیانو په تېره یوه میاشت کې تر شلو ډېر بلوچ ځوانان له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.
بلوڅ ملتپالو د ازادۍ د غوښتنې لپاره مبارزه پيل کړې ده او د خپلواک بلوچستان غوښتونکي دي، خو پاکستان بیا نه غواړي چې بلوچستان د یوه خپلواک هېواد بڼه ولري.
همدا ده چې پاکستان وخت ناوخته پر بلوڅانو چاپې اچوي او کسان یې وژني، بندیان کوي او یا یې تري تم کوي.
بلوڅان له دومره ظلمونه سره سره بیا هم کرار نه دي ناست او د پاکستان پر ضد یې خپله مبارزه جاري ساتلې ده، چې تر کومه به دوام ورکړي او څومره به امکان ولري چې بلوچستان ازاد کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More