The news is by your side.

الکساندر: پاکستان خپل سخت دریځي زندانیان هم افغان جګړې ته استوي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کرسټوفر الکساندر یوځل بیا د پاکستان په وړاندې خپله خوله خلاصه کړه او ویې ویل چې پاکستان لاهم په افغانستان کې جګړه غوښتوونکی دی.

الکساندر وویل چې پاکستان خپل سخت دریځه او اورپکي کسان افغانستان ته د خپلې نیابتي جګړې دوام لپاره استوي او ان داسې هم کیږي چې ډيری ګناه کاران له زندانه خوشي کوي او دې جګړې ته يې استوي.

د هغه په وینا هغه کسان چې جنایت یې کړی د جګړې لپاره خوشي کوي خو پښتانه بشرپاله مبارزین يې بیا په زندانونو کې ساتلي هغه وویل پاکستان دوه مخې لوبه کوي چې خبریالان، د بشري حقونو فعالین او د علی وزیر په څیر د پښتنو حق غوښتونکي زندان کې ساتی خو پاکستان باید دا ژر تر ژره خوشي کړي

تر دې وړاندې هم دې کاناډايي ډیپلماټ د پاکستان په وړاندې د افغانستان له حقه دفاع کړې او دايې څویم ځل دی چې د پاکستان پر ناسمو او دوه مخو سیاستونو ټینګې نیوکې کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د پاڼ او پړانګ ترمنځ دی هرې خواته منډې وهي لومړی خو يې دا زړه غواړي چې ګټه جګړه او استخبارات هرڅه د دوی په غوښتنه وڅرخي خو که چیري دا هیڅ ونه سي نو بیا خپلو لوبو ته زیات بدلون ورکوي همدا اوس د پاکستان د دوه مخې سیاست له مخې يې چارواکي ضد او نقص څرګندونې کوي او هره ورځ نوې خبرې را سبېره کوي.

عمران خان څه وویل؟

پاکستان سفارت په یوه بیان کې دا څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې دا خبرې د عمران خان پر خبرو اطلاق کوي او هغه دا څرګندونې کړې دي.

عمران خان د خپلو خبرو په لړ کې ویلي چې په افغانستان يې د ستراتیژیک عمق پالیسي بدله کړې او په افغانستان کې چې هر حکومت د خلکو له لوري غوره سي پآکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونکړي.

د پاکستان سفارت په خپل اوږده بیان کې دا اعتراف هم کړی چې پر دوی د طالبانو د ملاتړ تورنه دي چې موږ د هغوی مشرانو ته پنا ورکړې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې يې واک د طالبانو په رسولو کې هم مرسته کړې، او کله چې د امریکا په ګډون نور متحدین راغلل ورسره یې په شل کلنه جګړه کې هم مرسته کړې ده.

عمران خان په دې عقیده دی چې د افغانستان سوله د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لاس کې ده او له هغه سره تړاو لري او هیله لري چې نور دلته د وینې تویونې مخه ونیسي

Comments are closed.