The news is by your side.

امریکا افغانستان سره لسګونه میلیونه ډالر تازه مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۲۲۶ میلیونو ډالرو په اندازه مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتونی بلینکن» پرون (جمعه، د غبرګولي ۱۴مه) وویل، چې په دې مرستې سره به امریکا په افغانستان کې د ۴.۸ میلیونو بېځایه‌شویو په ګډون له  ۱۸ میلیونو ښاریانو مرسته وکړي.

 بلینکن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې په تېرو کلونو کې له بېځایه‌شویو، پناه‌غوښتونکو او هېواد ته راتلونکو افغانانو سره مرسته د امریکا لومړیتوبونه ول او په خبره یې، چې د افغانستان له خلکو سره سره د امریکا ۲۲۶ میلیونه ډالره تازه مرسته په دې هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه کېږي.

بلینکن دا هم ویلي، چې له دې مرستو د دوی موخه له هغو ښځو او نجونو ملاتړ هم دی، چې له جنسیتي اړخه له خطرونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي او په خبره یې چې موږ له نورو مرستندویو ټولنو هم غواړو چې د افغانستان له خلکو سره مالي مرسته وکړي.

انتونی بلینکن همداراز په افغانستان کې د جګړې له ښېکلو لوریو غوښتي چې ژر تر ژره د سیاسي حل‌لارې په صورت کې دایمي اوربند وکړي او په دغه هېواد کې ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

Comments are closed.