The news is by your side.

طالبانو ۱۴۵۵ بریدونه کړي

خبریال ویب پاڼه/  مي له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پوري امریکايي اوبهرنیو ځواکونو  د خپلو سرتیرو په وتلو پیل او داسې هم  انګیرل کیږي ښايي دا پوځيان له وخت مخکې له افغانستانه ووزي.

په ورته وخت کې د زیات تاوتریخوالي در امنځ ته کیدلو له امله په افغانستان کې اندېښنې را پورته سوې او د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو د امریکايي ځواکونو د وتلو راپه دې خوا تراوسه پوري ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وویل د طالبانو په دې بریدونو کې وسلوال او چریکي بریدونه شامل دي چې پر افغانانو یې ترسره کړي دي.

اندړ وايي طالبانو د بین الافغاني او سولې خبرو پر ځای جګړې ته کار ویلي او دا مهال يې شدیده جګړه روانه کړې ده، د ده په وینا په روانه جګړه کې د دې ترڅنګ چې طالبانو د افغان ولس د بنسټونو د ویجاړۍ او تخریب پروا نه ده کړې د خپلو افرادو هلاکت هم ورته د اندېښنې وړه نه دی.

تر اوسه طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي خو د نا امنیو په تازه پیښو کې د نورستان د دوه ولسوالیو او همدارنګه د غزني د یوې ولسوالۍ د سقوط په هکله څرګندونې سوې دي.

د سولې خبرې

تراوسه پوري د طالبانو او دولت ترمنځ د بین الافغاني خبرو د څرک او پیل په هکله څه نه دي ویلي که څه هم افغان مرکه چي پلاوی ویلي په نژدې راتلوونکې کې د سولې خبرې پیلیږي خو طالبانو د کره نېټې او پیل په هکله څه نه دي ویلي.

پر روان تاوتریخوالي  امریکا هم ځان اچولی

تر دې وړاندې چې به طالبانو هرڅه وکړل امریکا حتمي يې کوم چارواکي غبرګون ښود او د طالبانو د کنټرول  لپاره یې څه ویل خو اوس چې تر بل هر وخت تاوتریخوالی اوج ته رسیدلی امریکا هیڅ سر نه خلاصوي، د پښتونخوا مشهور سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو تازه څرګندونو کې پر امریکا تور پوري کړی چې په سیمه کې د یوې نوې جګړې لپاره پلانونه جوړوي او له طالبانو سره د اړیکو په ترڅ کې غواړي چې منځنۍ اسیا کې ستونزې زیاتي  او جګړې رامنځ ته کړي چې تراوسه پوري په دې هکله هم کوم غبرګون نه دی ښودل سوی

Comments are closed.