The news is by your side.

افغان ځواکونو مهم پاکستانی ترهه ګر نیولی

خبریال ویب پاڼه/ افغان ملي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې ځواکونو يې یو مهم پاکستانی ترهه ګر نیولی چې  په یو شمېر ولایتونو کې يې ترهه ګریز فعالیتونه ترسره کول.

د مالوماتو له مخې دا ترهه ګر په اردو ژبه خبرې کوي او د یوه مهم ترهه ګریز ګروپ غړی وو جزیات وايي چې دا ترهه ګر ښايي چې د ناامنیو په ډیریدلو کې مهم رول درلود خو مخکې له دې چې خپلو موخو ته ځان ورسوي نیول سوی دی.

مالومات وايي چې  دا مهم تروریست عظیم اختر نومیږي او پر دې يې اعتراف کړی چې شپږ کاله يې پاکستان کې تروریستي تعلیمات ترلاسه کړي چې اوس مهال د ترهه ګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راغلی وو.جزیات وايي چې دا ترهه ګر د پاکستان پولي هغې غاړې مانسهرې سیمې اوسیدونکی دی

پاکستان اوس هم موږ ته ترهه ګر رالیږي

کله چې اوس د پاکستاني چارواکو خبرې واورې نو د خپل صادقت کیسې کوي او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هغه څرګندونو چې دوی يې په ترهه کریزو کړنو او د هغوی په ملاتړ او افغانستان کې په جګړه کولو تورن کړي وو، ډیر بد وړي او هره ورځ وايي چې حمد الله محب ورسره دښمني لري  خو د دې هېواد د دښمني دا یوه وړه بیلکه ده چې اوس ښکاره سوه، داسې سلګونه کسان چې د تروریستي فعالیتونو لپاره چمتو او ورته تعلیم ورکول سوی وي افغانستان ته رالیږل کیږي.

او هغه مهال چې په کوم ولایت کې جګړه وي د طالبانو په لیکو کې ځای پرځای کیږي او بیا د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره له رهې ممکنه لارې کار اخلي  او وحشت خپروي

د طالبانو سره بهرني ترهګر اوس هم ملګري دي

تر دې وړاندې او اوس طالبان په جګړو کې تر ډیره بریده له بهرنیو ترهګرو خصوصا له پآکستانیانو کار اخلي او د لته يې جنګوي که څه هم طالبان يې نه مني خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د نیولو لپاره سختې جګړې وسوې زیات شمېر پاکستانیان د لته په هلاکت ورسیدل او جنازې يې هغه مهال د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یو وړل سوې چې د هلاک سویو کسانو زیات شمېر پاکستاني پنجابیان هم ول

Comments are closed.

koi finance