The news is by your side.

سلیوان اقرار وکړ چې پاکستان ورسره د اډو هوکړه کړې

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د هوايي او ځمکني حریم امریکا ته د بیا ورکړي په هکله ناندرۍ او په ټوله کې اندېښنې وې چې  امریکا به چیري خپلې پوځې اډې جوړي کړي خو پرون او نن مالومه سوه چې د دې کار لپاره د امریکا ټاکنه پاکستان او پاکستان هم دا خبره منلې ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له پاکستان سره يې د پوځي اډو جوړیدلو په برخه کې خبرې ګټورې وې او دوی به هلته اډې جوړوي.

نوموړي ویلي امریکا په استخباراتي، پوځي او ډیپلماټیکي برخه کې خبرې کړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر پټن ځایونو نه بدلیږي.

هغه وویل چې په دې اړه جزیات نه سي ورکولی خو ویل يې دي چې دوی دواړه لوري یوې هوکړي ته رسیدلي دي او دا موضوع به تر یوه وخته پټه پریږدي.

په ورته وخت نن په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمد قریشي هم په دې اړه خبرې کړې او يې ویل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي د پوځي اډو لټون د امریکا غوښتنه کیدلای سي خو پاکستان هم خپلو ګټو ته ګوري.

پاکستان ویلي چې امریکا د اډو لټون کوي او دوی په خپله ګټه پسې ګرځي خو ده ویلي که څه هم سیاسي ګوندونو ته ویلي چې په دې هکله هیڅ اراده نسته خو ګټې بیا مهمې دي.

قریشي د افغانستان په اړه هم ویلي چې دوی د دې هېواد لپاره د ثبات په لټه دي او غواړي چې د امریکايي او ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته په دې هېواد سوله او امن راسي هغه دا هم وویل چې یو شمېر عناصر نه غواړي چې په سیمه او افغانستان کې امن بر کرارسي خو د چا نوم يې وانه خیست

د ګټې وټې معامله

امریکا او پاکستان دواړه یو ځل پټه معامله کوي او کله چې  يې کار په درست ډول سره ترسره کړ بیا يې جزیات خپروي  چې پرمهال به يې زیات غبرګونونه هم موجود وي خو پاکستان او امریکا یوازي د ګټو معامله کړې او دهیچا پروان نلري پاکستان بې ساري زیاتي پیسې او امریکا ځای ترلاسه کوي

Comments are closed.