The news is by your side.

پاکستان له شک پرته امریکا ته اډې ورکړې خو ولې یې نه مني

خبریال ویب پاڼه/ پاکستاني  چارواکو پر داسې مهال امریکا ته د اډو د نه ورکړي په خبرو کې ویلي داسې امکان نلري چې دوی به امریکا ته خپل هوايي او ځمکنی حریم ورکړي، خو تیره ورځ د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وویل چې امریکا اړتیا لري  او دوی ته خپلې ګټې مهمې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دوی اوس مهال په دې پریکړه سوي  چې امریکا به اډې نه ورکوي او د امریکا له لوري هم دا هڅه دریدلې چې دوی دي د اډو غوښتنه وکړي.

یو شمېر سرچینو چې  رسنیو سره يې خبرې کړې ویلي هو، موږ له امریکا سره لوړې دوه اړخیزې خبرې وکړې او ورته ومو ویل چې هیڅ رنګه ترهه ګري نه منو خو دا مو هم ورته وویل چې اډې نه سو درکولای.

خو پوښتنه داده چې  پاکستان د خپلو سیاسونو  او عوامو پر غوښتنه داسې یو ښه عمل کوي ولې يې جزیات پټ ساتل کیږي او ویلي امریکا او پاکستان لوری په دې هکله څه نه وايي، ځکه نو هرو مرو حالاتو ته په کتلو داسې ګام اخلي.

پاکستا له څو خطرونو سره مخ دی

پاکستان له لویه سره غواړي هرڅه سوله ییز او په رضا په دې برخه کې ترسره کړی، تر ټولو لوی ګواښ د دوی په وړاندې طالبان دي چې له سره یې هم خبر ورکړی چې باید هیڅ هیواد امریکا ته نور ځای ورنکړي او که څوک داسې کار وکړي نو دوی به يې په وړاندې ودریږی دویم ولس د پاکستان ولس ښايي تر ډیره بریده امریکا ته د شر په سترګه وګوري او دولت ته دا اجازه ورنکړي چې دوی خپل حریمونه وسپاري دریمه خطر هم د سیاسي ګوندونو ائتلاف پي ډي ام دی چې د یوه قوي اپوزیسون په توګه کولای سي عمران خان ترغاړه ونیسي او ورته ووايي چې ه ولې داسې کار کوې پي ډي ام تردې وړاندې هم حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چې د دې کار په هکله باید مالومات او وضاحت ورکړل سي ځکه دوی اوریدلي چې امریکا ته پاکستان د پیسو بدل کې هوايي او ځمکنی حریم سپارلی خو پاکستان اوس او هغه مهال دا خبرې بې بنسټه بللې وې، ولې امریکا بیا يې مني چې  پاکستان ورته اډې ورکوي

Comments are closed.