The news is by your side.

بایډن د پاکستان په منافقت پوی سوی او ورڅخه يې د صادقت غوښتنه کړې

خبریال ویب پاڼه/ بايډن چې په یوه تازه لیک کې يې د افغانستان څخه د ملاتړ سولې پروسې او راتلوونکو همکاریو په هکله کانګرس ته ډاډ ورکړی پر پاکستان او نورو ګاونډیو د صادقو همکاریو ږغ هم کړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې دي صادقه همکاري وکړي هغه خصوصا پاکستان ته ویلي چې باید د سولې پروسې سره صادقه پاي او همکاري وکړي او په دې هېواد کې دي د جګړې د ختمولو لپاره خپلې هڅې نه سپموي

د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلوونکي  په اړه اندېښنې زیاتې سوې او له امریکا غوښتنه سوې چې د افغان پوځ د تجهیز او اکمال په برخه کې دي همکاري او مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې چې د افغان ځواکونو په هکله يې کړي لومړی تر هرڅه وړاندې يې د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د سولې مسله کې دي همکاري  وکړي.

بایډن په یوه نوې ژمنه کې چې کانګریس ته يې په یوه استول سوي لیک کې کړې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په خبره يې د سولې د پروسې پوره ملاتړ هم کوي.

جو بایډن د دې ترڅنګ چې  د پوځ د ملاتړ خبره يې کړې ده ویلي چې امریکا د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه ده او په بیلو برخو کې به ورسره کوي بایډن د سولې پروسې  په هکله ویلي دا پروسه د امریکا له ملاتړه برخمنه ده او د سیمې هېوادونه هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

د بایډن ترڅنګ له پاکستانه تل د صداقت غوښتنه سوې خو دوی د خپلې شیطانۍ مطابق هیڅ هم نکوي او یوازي د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره هڅې کوي.

پاکستان تر فشار لاندې دی

د بایډن له لوري د پاکستان یادول وړه خبره نه ده په سیمه کې د دې  هېواد له لوري د ترهه ګریزو فعالیتونو او د دوی د ملاتړ په مقابل کې به اخیر نړیواله ټولنه اوامریکا هرومرو یوڅه کوي او دا هېواد به نور له دې لارو چارو را ګرځوي خو وبه ګورو چې وړاندې لا څه کیږي

Comments are closed.