The news is by your side.

پاکستان به طالب او که  او امریکا و ټاکي

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان د نړیوال سیمه ییز، داخلي او ساسي فشارونو سره مخ دی چې باید د افغانستان په هکله یوه پریکړه وکړي البته دا ټول اړخونه ورته وايي چې باید د پاکستان پریکړه سمه وي خو دا په پاکستان پوري اړه  لري چې لومړی د خپلو پریکړو په اړه فکر وکړي چې څوک ټاکي او بیا خپلې پریکړې  وکړي.

پاکستان به څه وکړي؟

که څه پاکستان د افغانستان په اړه یو دوه مخې هېواد دی او ښکاره سیاست يې د دې هېواد په وړاندې نه دی مالوم خو اوس د فشارونو او مجبوریتونو ښکار ګرځیدلی او مجبوره دی چې انتخاب وکړي ځکه دوه ځایه دیرش کلن انډیوالان عسکر یا مېلشه هم او د ډالرو بنډولونه او ښه نوم، دا دوه هغه انتخابه دي چې  پاکستان اوس پکښی مخشوش دی.

د امریکا او افغان دولت انتخاب ګټور په دې خاطر دی  چې پاکستان به بیرته نړیوال اعتبار تر لاسه کړي د ترهه ګر په نوم به نا دیږي او د امریکا څخه به د خراب اقتصاد لپاره ښايي پیسې هم ترلاسه کړي، که امریکا ته پاکستان اډې ورکړي او هلته سیمه ییز امنیت ورته خوندي کړي نو کولای شي چې ډیر ډالر تر لاسه کړي، که پاکستان  د افغان دولت انتخاب وکړي کولای شي په ټولیزه توګه د یوه ښه او ډاډمن پاکستان پر لور قدم کښېږدي هغوی به په سوداګریز او نورو برخو کې منځنۍ اسیا ته لاس رسی ولري او کولای شي چې له دې لارې د عایداتو په پیدا کولو له اوسني سخت حالت څخه ځان وباسي.

که چیري پاکستان دا چاره وکړي نو تاوان به یې دا وي چې له یوه لوري به زرګون غیری قانوني جنګیالي چې د دوی لپاره یې هر جنایت ترسره کاوه له لاسه ورکړي او همدارنګه دا ویره هم شته چې د دوی دا جنګیالي د پاکستان مقابل کې بل څوک را نه سي او د پاکستان پر ضد یې استعمال کړي.

ترهه ګري د پاکستان انتخاب اوس ګرځیدلی خو ښايي نور دا دولت اجازه ونلري چې ټولې لوبې په خپله ګټه ولوبوي د یوې لوبې د ګټلو لپاره یوڅه قرباني باید ورکړي او یاهم یوڅه باید له لاسه ورکړي.

پاکستان د امریکا دانتخاب لپاره اماده شوی

که څه هم ښايي د امریکا او د طالب انتخاب د پاکستان له لوري افغانستان ته یو شان وي خو بیاهم که د امریکا پله انتخاب شي نو بیا افغانستان په اسانۍ کولای شي چې پاکستان تر لاس ونیسي او اصلاح يې کړي او د طالب پر طرف ولاړ شي نو بیا به د اړیکو خرابولو سربیره نور خطرونه هم افغانستان پر ځان وړي او پاکستان ته به خپل حد ښيي.

سیمه ییزه اجماع

سیمه ییزه اجماع چې هند او چین يې هم د پاکستان او افغانستان پر محور ښايي غړي و اوسي اوس پاکستان ته متوجې ده او د دې هېواد ټولې کړنې څاري کله چې له چین او نور هېوادونو سره یو ځای پاکستان پریکړه کوي چې د طالب امارت بیا به افغانستان کې نه غواړي نو سیمه ییز هېوادونه د پاکستان دا خبره او طرحه تعقیبوي چې هغه په دې برخه کې څومره رښتینی دی خو عمومي خبره باید داشي چې اوس پاکستان ته ټولې سترګې غوږونه او فکرونه متوجې دي چې دا هېواد څه کوي کومه تصمیم نیونه لري او پر کوم لور خپل سفر ته ادامه ورکوي.

ښايي نور د ترهه ګرۍ بازار د پاکستان لپاره زوړ شوی وي ځکه پاکستان که له یوې خواله دې لارې ګټه کړې له بل پلوه يې زیات زیان هم لیدلی په پاکستان کې ټول چارواکي او دولت د وضعیت حالت او پالیسۍ د بدلون خبرې کوي نو ښايي همدا يې پیل وي او نور دوی  یوڅه نړیوال فکر هم کوي او د خپل نړیوال نوم د رغولو کوښښ هم وکړي

Comments are closed.