The news is by your side.

د السکاندر تور لکه ناټو چې هم پاکستان سره لاس یو کړی وي

خبریال ویب پاڼه/ په کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر په خپلو  تازه څرګندونو کې پر پاکستان بیا تور پوري کړی چې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته بیايي او همدارنګه يې په دې جګړه کې پر ناټو هم تور پوري کړی.

السکاندر ویلي چې ناټو به وروستیو کلونو کې د پاکستان د نیابتي جګړه مارو پر ضد هیڅ راز اقدام نه دی کړی او د ده له خبرو باید داسې و انګېرل شي چې لکه ناټو چې هم پاکستان سره لاس یو کړی وي.

ویل شوي چې ناټو له ۲۰۱۴ زیږدیز کال را په دې خوا د پاکستان پر نیابتي وسلوالو هیڅ راز برید نه دی کړی چې له همدې امله الکساندر پر ناټو هم نیوکه کړې ده.

نوموړي له ناټو غوښتي چې په خپله راتلوونکې غونډه کې دي افغانستان کې د پاکستان پر نیابتي روانه جګړه باندې بحثونه وکړي او په دې هکله باید پریکړه وشي.

هغه وویل دا چې له تیر ۲۰۱۴ کال را په دېخ خوا ناټو د پاکستان پر نیابتي وسلوالو هیڅ راز برید نه دی کړی اوس يې وخت چې باید خپل دریځ روښانه کړي هغه وویل که ناټو د جګړې ختم لپاره سم کار ونکړي نو پر دې تړون او بنسټ به هم شکونه رامنځ ته شي.

دې کانا ډايي ډیپلماټ تل د افغانستا په حق او د پاکستان د بدې پالیسۍ له امله پرې انتقادونه کړي او له نړیوالو غواړي چې پاکستان اصلاح او افغانان يې له شره خلاص کړي

هغه موده وړاندې له جي اوه هېوادونو وغوښتل چې پاکستان نړیوال تور لیست ته اضافه کړي د هغه راپور جزیات

الکساندر ویلي د نړۍ لوی صنعتي جي ۷ هېوادونه باید پاکستان کنټرول او په افغانستان کې د خپلې نیابتې جګړې دوام ته پرې نه ږدي ځکه موږ د لته لاس ته راوړنې لرو.

ده ویلي چې جي۷ او ناټو سازمان باید پاکستان ته واضحه پیغام ورکړي که چیري په افغانستان خپلې نیابتي جګړې ته دوام ورکوي نو په پایله کې باید ورته وویل سي چې پر دوی به بندیزونه ولګول سي او د FATF  نړیوال تور لیست کې به شامل سي.

د ده په وینا دا چې موږ په اوکراین کې د روسیې یرغل نه سو زغملی او نسو کولای مخنیوی يې وکړو خو په داسې حال بیا پاکستان ته اجازه ورکوو، چې په افغانستان کې ۲۰ کلنې لاس ته راوړنې تر پښو لاندې کړو.

دا کاناډايي ډیپلماټ له تیرو څو مودو راهیسې د پاکستان په وړاندې سخت انتقادونه کوي او له نړیوالو غواړي چې د دې دوه مخې هېواد په وړاندې و دریږي هغه څلور ورځې وړاندې وویل:

الکساندر وویل چې پاکستان خپل سخت دریځه او اورپکي کسان افغانستان ته د خپلې نیابتي جګړې دوام لپاره استوي او ان داسې هم کیږي چې ډيری ګناه کاران له زندانه خوشي کوي او دې جګړې ته يې استوي.

د هغه په وینا هغه کسان چې جنایت یې کړی د جګړې لپاره خوشي کوي خو پښتانه بشرپاله مبارزین يې بیا په زندانونو کې ساتلي هغه وویل پاکستان دوه مخې لوبه کوي چې خبریالان، د بشري حقونو فعالین او د علی وزیر په څیر د پښتنو حق غوښتونکي زندان کې ساتی خو پاکستان باید دا ژر تر ژره خوشي کړي

Comments are closed.