The news is by your side.

پاکستان او بریتانیا د افغانستان په اړه څه ویلي؟

خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني رسنۍ وایي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د بریتانیا له لومړي وزیر سره د افغانستان په سوله خبرې اترې کړې دي.
د راپورونو له مخې، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بریتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره په تلیفوني تماس کې پر افغان سوله او د افغانستان اړوند یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.
سرچینې وایي، چې په دغه تلیفوني مکالمه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړي دي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د سرچېنو په وینا، د بریتانیا لومړي وزیر جانسن هم ویلي چې په سیمه کې د سولې تامین د ټولو ګډ مسوولیت دی او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري ډېره کړي.
هغه له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان سولې په پروسه کې بشپړه همکاري وکړي، څو نور روانه جګړه ختمه او دایمي ثبات ټینګ شي.
نوموړي زیاته کړې چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی نو د دې جدي اړتیا ده چې تاوتریخوالی کم شي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي، څو نور افغان وژنه هم ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په ځلونه ځلونه ویلي چې د افغانستان سولې پروسه کې بشپړه همکاري کوي؛ خو افغان حکومت بیا وایي چې پاکستان لا هم دې پروسې ته ژمن نه دی او د طالبانو له ملاتړه یې لا هم لاس نه دی اخیستی.
څه موده وړاندې د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوه غونډه کې پر پاکستان توندې نېوکې وکړې چې ګواکې د افغانستان ډیری بدبختۍ د پاکستان له لوري روانې دي، خو پاکستان یې په اړه توند غبرګون وښود او له محب سره یې د اړیکو د پرېکون اعلان وکړ.

Comments are closed.

koi finance